د اسطوريي كلتور زيات حكايات، داستانونه او کیسې د رزميې په بڼه ليكل شوي او ويل شوي دي.

كه په كوټلي نظر مونږ دغه منظوم رزميه کیسې او داستانونه ووايو نو د هغه تهذيب هر اتل زمونږ تر امير كروړ؛ چې د جهان پالوان په لقب مشهور او معروف و، د هغه نه زيات ځواکمن او زړور معلوميږي

. شايد داسې هيرو د هغه تهذيب او كلتور ضرورت و. ځکه چې د لرغوني ټولنيز ژوند هر فرد له بېلا بېلو ستونزو او مشكلاتو سره  مخامخ و.

كه مونږ د نن د عصري فكشن (معاصر داستان) هيرو راواخلو نو هغه  يو بد نصيب ځوان معلوميږي. كوم چې هر وخت له شسكت او ماتې سره مخامخ وي. هر وخت یې د ناهيليو بار په خپلو اوږو اخيستى وي.

هو د دې دور اتل په ويره ويره ژوند تېروي. خو په يوناني علم الاصنام كې هيرو(اتل) هغه څوك وي؛ له چا سره چي دېوتا ګان(رب النوع) مينه كوي. د اسطوريي زمانې هيرو يو نا قابلِ شكست كردار وي.

كولن ولسن چې د نوي وجوديت يو ستر مخکښ دى. وايي چې د اساطيري كلتور اتل د همت او حوصلې يو عالمګير علامت معلوميږي. كوم چې د هر مشكل مقابله په ورين تندي كوي.

ځكه هغه د شلمې ېېړۍ د ادب نه د مايوسۍ  اظهار كوي. ولي چې د دې پېړۍ ادب يو هيرو(اتل) هم پيدا نه كړ.

هيرو خو دومره باهمته وي. لكه د اساطيري دور. او هغه د اساطيري دور و هيرو ته وجودي هيرو وايي رښتيا هم دغه دي. چي دپخوانيو تهذيبونو هيرو(اتل) له عزم او بزم څخه ډك سرتېری معلومېده. او هغه به په آزادۍ سره خپل ژوند كاوه. هغه به د مابعدالطبعياتي ځواک او قوت يو مظهر معلومېده. هغه به و طوفان ته هم په سينه ورتلى او د بادو باران نه به یې خوف نه محسوسوله. د بلاوو او بدو ارواو سره جنګونه كول د هغه عام عادت او نړیوال روايت دى. داسې هيرو به په تېرو هېرو تهذيبونو كې مقدس بلل كېده او دغه هيرو به د هغه زمان د نا تمام خوف ضد بلل كېده. هغه له لويو لويو جادو ګرو سره د خپلو مټو او د خپلې حوصلې د طاقت ازمېښت کاوه. د زمريانو او ديبانو سره مقابله كول د هغه د پاره هيڅ مشكل نه و. هغه به د يو ستر سپه سالار غوندې جنګېده. د خپلې محبوبې د پاره به یې د يوې قربانۍ نه هم ډډه نه كوله. هغه د طاقت او قوت سمبول و. هغه په تورو بډو، په غرونو، رغونو او ځنګلونو بې خوف او خطر خپل سفر كاوه. په هر ان به كاميابي د هغه مقدر و. دېوتاګانو به فخر او ناز ورباندي كاوه. كله كله د لوستونكي ورباندې دنطشې د سپر مين ګمان كيږي. هغه به د خپل ژوند مقدر په خپل لاس ليكلى ځكه به دغه هيرو د هغه وخت مقدسه هستى بلل كېدله.

مطلب دا، چي د لرغوني تهذيب په کېسو او داستانونو كې د هيرو او هيروازم رزميه قصيدې ويل كېدلې د هغه د ډيرې بهادرۍ اعتراف به یې په شد او مد سره كاوه. ولې چې هغه د خوف او ويري ښكاره دښمن و. د جنګ او د ننګ دغه روايت د دغو اساطيري رزميه منظومو داستانونو نه سينه په سينه تر مونږ پورې را رسېدلی دی. د اريايي قامونو د جنګ او ننګ دغه داستانونه د هېرولو وړ نه دي. ولې چې په دې داستانونو كې زمونږ نيكونو او اباء و اجدادو د باتورۍ نښې او نښانې خوندي دي. او زمونږ د ماضي د ميړانې د تاريخ زريني پاڼې په كې خوندي دي؛ نو ځكه د بشري تاريخ پاڼې نه مطالعه كول د خپل تاريخ د مسخ كولو ناروا عمل دى.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام