
د غور ولایت یو شمېر د رسنیو مسوولین، لیکوالان او فرهنګیان وايي، چې دوی په خپل ولایت کې د فرهنګي، رسنیزو او نورو فعالیتونو د تبلیغ او رسونې په موخه د چاپخانو له سخت کمښت سره مخ دي.
دوی د دغې ستونزې په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، چې دا مسله ددې سبب شوې چې غور کې زیا شمیر چاپي رسنۍ له فعالیته پاتې شي او دغه راز لیکوال و نهشي کولی چې خپل ادبي اثار چاپ کړي.
د یاد ولایت یو شمیر لیکوالانو او فرهنګیانو سلام وطندار ته وویل، چې په دغه ولایت کې هیڅ کومه حکومتي او خصوصي چاپ خانه فعاله نه ده او دا مسله ددې سبب شوې چې چاپي رسنۍ فعالیت نه پاتې شي او ونشي کولی چې خپل چاپي اثار خپاره کړي.
دوی باوري دي، چې هغو رسنیو چې پخوا فعالیت کاوه اړ وو چې خپل مطالب د چاپ له پاره کابل یا هرات ته واستوي چې دا بهیر له یوې خوا زیات وخت نیوو او بل لوری زیات لګښت پرې راته.
غور کې د فیروز کوه ادبي ټولنې رییس فضل الحق فایق او غلام نبي ساقي د میاشتني ۲۱ مدیر سلام وطندار ته وویل:
«له بده مرغه د چاپ خانو نشتوالي له امله بیخې بې خبره پاتې شوي دي او هغه کسان چې د چاپي رسنیو مدیریت کوي تل له دغو ستونزو سره مخ دي ځکه چې کابل او هرات ته لیږي د هر نشر بیه دو برابره کیږي.»
«ډیر اړین دی چې یوه چاپي خانه وي یا د حکومت په لګښت او یاهم د خصوصي سکتور وهڅول شي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.»
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي سلام وطندارته وویل، چې اقتصادي ستونزې او د فیروز کوه ښا اوسیدونکو ناتواني ددې سبب شوې چې په دې ولایت کې هیڅ چاپ خانه جوړه نشي.

د خطیبي پروینا، دوی په تیرو کلونو کې دا ستونزې له بیلابیلو بنسټونو په ځانګړې توګه د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سره شریکې کړي خو تراوسه په دې اړه هیڅ اقدام نه دی شوی.
هغه وايي، له دیرشو کلونو زیات شو چې دوی په دې برخه کې کار کوو او څو ځله يې د اطلاعات او فرهنګ وزارت ته مراجعه وکړه خو هیڅ لاسته راوړنه يې نه درلوده.
په ورته وخت کې د غور د اطلاعاتو فرهنګ رییس فخرالدین اریا پور هم وايي چې، په دغه ولایت کې د رسنیو او فرهنګي چارو ودې پر وړاندې یو له اصلي لاملونو د چاپ خانې نشتوالی دی.
د اریا پور پروینا، هڅې روانې دي چې د اطلاعاتو فرهنګ او خصوصي سکتور په مرسته په غو کې یوه چاپ خانه جوړه کړي.
«که یوه اوونیزه ولرئ تر درېیو اونیو پورې يي د تګ راتګ لګښت لاسته نه راځي او دا کار ددې سبب کیږي چې زیاتره ستونزې په ځانګړې توګه د رسنیو او فرهنګي چارو په برخه کې له سترو ستونزو سره مخ شي موږ هیله مند یو چې ډیر ژر د اطلاعاتو فرهنګ چارواکو او خصوصي سکتور په مرسته یوه دولتي یا خصوصي مطبعه جوړه کړو.»
په وروستیو کلونو کې له دیرشو زیاتې چاپي رسنۍ د غور ولایت ځوانانو فعالې او جوړې کړې خو له دوو کلونو راهیسې ټولې چاپي نشریې د چاپي ستونزو او دولت نه پاملرنې له امله له فعالیته پاتې شوي دي.





