د مڼې ګل کلنۍ دودیزه مشاعره د شعر او شاعرۍ په رنګینه فضا کې د دې ولایت او له نورو ولایتونو نه د راغلو لیکوالو، شاعرانو، قلموالو او سیمه ییزو چاروکو له خوا ولمانځل شوه.
مشاعرې ته افغان ولسمشر اشرف غني په رالیږل شوي پیغام کې د دغه ولایت د مرستیال والي ذاکر حسېن سلطاني له خوا ولوستل شو.
په همدې ډول د اجرایه رییس رالیږل شوي پیغام د اطلاعاتو او کلتور رییس او اطلاعاتو او کلتور وزیر رالیږل شوی پیغامونه د یاد وزارت د استازي زلمي مایار له خوا ولوستل شول.
په یادو پیغامونو کې راغلي و، چې دغه ډول مشاعرې د یو والي، همغږۍ، شعري ځواک د پیاوړ تیا له پاره اړینې دي.
په پیغامونو کې دا هم ویل شوي و، چې د هيواد اصلي کلتور ساتنه د ټولو قلموالو او فرهنګیانو په ملاتړ ممکنه ده.
د مڼې ګل دودیزه مشاعره له نن نه ۱۴ کاله وړاندې ددې ولايت د یو شمېر فرهنګیانو او شاعرانو له خوا د لومړي ځل لپاره ددې ولایت په چک ولسوالۍ کې د یو شمېر شاعرانو له خوا رامنځته او وروسته د ولایت کچې ته لوړه شوه.
د مڼې ګل مشاعرې ویناوالو په خپلو شعرونو د هېواد روانو حالاتو هم د شعر او هنر په ژبه اشارې وکړي .
د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رییس اورنګ مختار وویل، چې د مڼې ګل مشاعره د فرهنګیانو ترمنځ د نږدې کېدو او تجربو شریکولو له پاره غوره فرصت وباله.
د مشاعرې یوبل تن ګډونوال ګل رحمن رحماني وویل، د شاعرانو په شعرونو کې پر مینه، ښکلا او طبیعیت په ستاینه را څرخیدلي و.
د مشاعرې په پای کې د مسولینو له لوري راغلو شاعران، لیکوال، قملوال او فرهنګیان په ستاینلیکونه ورکړل شول.





