بادغيس کې یو سړي خپله ۸ کلنه ناوې وژلې

د بادغيس امنیې قوماندان احمدفهیم قایم وايي، دا پېښه تېره شپه د قادس ولسوالۍ په جهان‌دوست سیمه کې شوې‌ده.

د نوموړي په وینا، د دې کم‌عمره نجلۍ پلار څه موده مخکې خپله لور یو پاخه سړي ته ورکړې وه چې خاوند یې تل ځوروله کوله. اوس‌مهال د پېښې په تړاو د وژل شوې ناوې پلار نیول شوی‌دی.

په همدې‌حال کې د بادغیس د ښځو‌چارو رییسه زرغونه شېرزاد هم پېښه تاییدوي او وايي، کورنی تاوتریخوالی د دې نجلۍ د وژل کېدو لامل شوی‌دی.

نوموړې له امنیتي ارګانونو غواړي چې د وژل شوې ناوې خاوند هم ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

کورنی‌ تاوتریخوالی چې د قتل سببېږي؛ په افغانستان کې ډېرې بېلګې لري. یوې نجلۍ تېرکال جوزجان کې هم له کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته، ځان وژلی و. دغه راز بغلان کې هم خلک له ناموسي وژنو شکایت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام