نی: ولسمشر دې له رسنیو بښنه وغواړي

د ازادو رسنیو ملاټر ادارې یا نی مسوولین وايي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني رسنیو ته د سپکاوي له امله باید بښنه وغواړي.

دوی ادعا کوي، چې ولسمشرغني د هیواد په شمال کې د ملي اردو له افسرانو او سرتیرو سره په لیدنه کې ویلي، چې له رسنیو باد راووځي او له امنیتي ځواکونو بم.

نی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې خبریالان باید وستایل شي.

له بل لوري د رسنیو څار مسوول صدیق‌الله توحیدي سلام وطندار ته وویل، چې د باد وتلو اصطلاح کارول د افغانستان رسنیو ته سپکاوی دی.

توحیدي زیاته کړه، د ولسمشر موخه چې هرڅه وه خو باید هغه خبریالان ستایلي وای نه دا چې خبریالانو ته يې سپکاوی کړي وای.

صدیق‌الله توحیدي وویل، چې دوی هم د امنیتي ځواکونو ملاتړي دي، خبریالان هم د سرتیرو په شان سختو او له ګواښونو ډکوشرایطو کې کار کوي او د سپکاوي پرځای باید وستایل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال په دې اړه سلام وطندار ته وویل، دوی دا موضوع څیړي او غواړي مالومه کړي چې د ولسمشر په وینا کې داسې کوم څه شته او که نه؟

د مینه‌پال پروینا، له هغه وروسته به دوی په دې اړه دریځ څرګند کړي. 

دا داسې مهال ده، چې د رپوټونو پربنسټ سږ کال خبریالانو ته له تاوتریخوالي ډک کال ښودل شوی او له زیات شمیر خبریالانو سره په بېلابېلو بڼو تاوتریخوالی شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام