.jpg)
بامیان د افغانستان یو له لرغونو ولایتونوګڼل کېږي، چې د افغانستان مهم تاریخي اثارو ته يې په غېږ کې ځای ورکړی دی.
"صلصال" او "شه مامه" د بودا دوه ویجاړ شوي بوتان، د غلغلې تاریخي ښار، د بامیانو په مرکز کې د ضحاک او د یکاولنګ ښارونه د هغو اثارو څخه بلل کېږي، چې له پخواني بامیاني اوسېدونکو را پاتې دي.
د بودا دوه بوتان، د غلغلې او ضحاک ښارونه، د کافري کلا، قل اکر فولادي او د غمي فولادي کلاګانو مغارې هغه مهم اثار دي، چې د ملګرو ملتونو په فرهنګي سازمان(یونسکو) کې د نړۍ د فرهنګي میراثونو په لېست کې ثبت شوي دي.
مجتبی میرزايي، د دایکندي ولایت اوسېدونکی دی او اوسمهال په المان کې ژوند کوي.
نوموړي د تاریخي اثارو جوړول د المان په مونیخ ښار کې زده کړي او شاوخوا ۱۲ کاله د المان هغو تاریخي اثارو په جوړولو اخته و، چې په دویمه نړیواله جګړه کې وران شوي وو.
.jpg)
اوس دغه الماني الاصل افغانی غواړي، چې په بامیانو کې پخواني معماري شوي اثار بېرته ژوندی کړي.
مجتبی میرزايي سلام وطندار ته وویل، چې اوسمهال بامیان د نړۍ د فرهنګي میراثونو په لېست کې ثبت شوی او نه باید دغه اثار د پردو په لاس او د افغاني سبک خلاف جوړ شي.
ځکه د هغه پر وینا، د پردو د معماري په سبک باندې د بامیانو پخواني او تاریخي اثارو جوړول به د دې لامل شي، چې د بامیانو ولایت نوم د ملګرو ملتونو سازمان د فرهنګي میراث له لېسته لرې شي.
.jpg)
هغه وايي، چې د بامیانو د تاریخي اثارو په جوړولو کې باید د همدغه ولایت له موادو استفاده وشي نه خارجي.
د نوموړي پر وینا، که د بامیانو پخوانۍ معماري سبک بیا را ژوندی او په هماغه سبک کورونه جوړ شي، نو دغه ولایت به په نړۍ کې یو خاص ځای شي.
مجتبی وايي، چې په دغه معماري کې يې یو نوښت دا کړی، چې د بامیانو شاوخوا ۱۰۰ ډوله رنګارنګ خاورې يې ټول کړي او هغه د ساختمانونو د رنګينولو له پاره استعمالوي.
.jpg)
د هغه پر خبره، لکه څرنګه چې د بامیانو غرونه رنګارنګ رنګونه لري په دغه معماري کې يې هم هېڅ ډول کیمیاوي رنګونه نه دي استعمال کړي.
میرزايي، په تېرو شاوخوا ۹ کلونو کې په بامیانو کې شاوخوا ۴۰ معماران روزلي.
دغه د تاریخي اثارو کارپوه په داسې حال کې په بامیانو ولایت کې د پخواني معماري د بیا ژوندي کولو هڅه کوي، چې په اوسنيو کیمیاوي رنګونو باندې په بامیانو کې د کورونو جوړولو باندې بندیز لګېدلی دی او د یونسکو سازمان څو وارې د دغو خودسره کور جوړوونکو او اوسني رنګونو د استعمال په هکله سیمه ییز او مرکزي حکومت ته شکایت کړی.





