« پسرلي ته و وايئ، چې سږکال مه راځه » هغه مستند فلم دی، چې له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان سرتېرو ژوند پکې انځور شوی دی.
دغه افغاني فلم، د برليناله نړېوالو فلمونو په مراسمو کې، د بښنې نړېوالې کمېټې یوولسمه جایزه وګټله.
« پسرلي ته و وایئ، چې سږکال مه راځه» مستند فلم، د سعيد تاجي فاروقي او بريتانوي مایک ایوې له خوا جوړ شوی دی.
دغه فلم، د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته، د افغان ځواکونو پر وضعيت څرخي.
په فلم کې دا انځور شوي، چې افغان سربازان په هلمند ولایت کې امنيتي مسووليتونه څرنګه پر غاړه اخلي او خپل ستونزمن او دروند ماموريت په دغه ناامنه ولایت کې څه ډول پرمخ وړي.
د برلیناله نړېوال فلم په جایزه کې د دې ترڅنګ، چې نړېوالې جایزې ورکوي، نورې هغه جایزې يې هم په پام کې نيولې وې، چې د دغې جایزې نه يې ارزښت څه کم وي.
د دغې جایزې ډیر برخه د بشري حقونو په برخه کې ورکول کيږي او فلم جوړونکي هم تشويقوي، چې د بشري حقونو په اړه مستند او مستند ته ورته نور فلمونه جوړ کړي.
د دغه فلم په نوم کې د پسرلي نه هدف د طالبانو او نورو مخالفو وسله والو بريدونه دي، چې په دغه موسم کې هر کال د مخالفو وسله والو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه زياتيږي او د ترهګرو په بريدونو کې د هوا برابروالي له امله هم زياتوالی راځي.
د دغې جشنوارې د مراسمو داوران او پريکړه کوونکي، سیبل ککيلي، مارکس فیتر او مارکس بيکو و.
سیبل ککيلي، چې انګلريزان يې د (تاج او تخت) د مشهور سريال له وختو پېژني هم نړېوال د بښنې د کمېټې غړی دی.
د فلمونو په اړه یاد پريکړه کوونکي د دغه فلم ستاینه کړې او ويلي يې دي، چې په دغه فلم کې د افغانستان جنګ ښه انځور شوی دی.
« پسرلي ته و وایئ، چې سږکال مه راځه؛ مستند فلم هغه هېواد انځور کړی، چې د سولې په پرتله جنګ په کې ډیر عادي وي او د کمرې د قوي لينز په مرسته مونږ د هغو ځواکونو یوه برخه و، چې اوس د خپل هېواد ساتنې له پاره په خپلو تجهیزاتو يوازې پرېښودل شوي دي.»
د دغې جشنوارې پريکړه کوونکي و ویل؛ چې دغه فلم افغان سربازان په جنګونو کې ډير ناهیلې ښايي.
« هغوی د وطن سره د مينې، فقر له منځه وړلو او خلکو د ساتلو په موخه سربازي کوي او د طالبانو او هغو خلکو ترمنځ، چې له جنګ څخه ستړي دي بند پاتې کيږي.»
د نړېوال بښوونکي سازمان له لوري لسمه جایزه مصر ته ورکړل شوې وه دغه مستند فلم د «مېدان» په نوم ياديږي.
دغه فلم په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې پر هغو حالاتو جوړه شوې، چې د مصر په تحرير مېدان کې انقلاب کوونکي کړي و.
د برليناله یا برلين نړېوال فلمي جشن د اروپا يو د مشهورو جشنوارو څخه بلل کيږي، چې هر کال د فبرورې په میاشت کې د المان په برلين ښار کې ترسره کيږي.





