
افغان سندرغاړی تاج محمد سرپلی نن سهار (سهشنبه) د زړه ناروغۍ لهکبله د ۷۰ کلونو په عمر د اوزبیکستان په یو روغتون کې ومړ.
هغه د سرپل استوګن و او په ۱۳۲۶ کال کې د دې ولایت په سرخک کلي کې زېږېدلی و. نوموړي له دیني زدهکړو وروسته موسیقۍ ته مخه کړه.
تاج محمد سرپلي نږدې ۵۰ کال د موسیقۍ په ډکر کې خدمت وکړ او د ګلنارجان، افغانستا افغانستان او اته جان سندرو په زمزمو نامتو شو.
د جوزجان ولایت فرهنګیان او هنرمندان د ده مړینه د افغانې موسیقۍ په برخه کې ستره ضایعه ګڼي.





