هندي رسنۍ وايي، چې د بالیووډ فلمونو لوبغاړی سنجي دت د دغه هېواد په لويديځ کې د پونې له زندانه خوشې شوی دی.

نوموړی څو کاله وړاندې په دې تور نیول شوی و، چې ګواکې ده له بریدګرو وسله اخیستې وه، خو سنجي دت بیا په دې اړه وايي، چې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د توکمیز تاوتریخوالي پر مهال یې د کورنۍ خوندیتوب له پاره وسله اخیستل اړین ګڼلي وو.

نوموړی، چې کله له زندانه خوشې شوی، په زندان کې د خپل څوکلن کار اوغریبۍ پېسې يې، چې شاوخوا ۵۰۰ هندي کلدارې کېدې د خلاصېدو سره سم خپلې ښځې ته سپارلې دي.

په ۵۶ کلن سنحې دت باندې دا تور هم و، چې د وسلو ساتلو په یوه قضیه کې نیول شوی و، چې د ممبيي ۱۹۹۳ کال له چاودونو سره تړاو ورکول کېده.

یاده دې وي، چې په هغو چاودونو کې ۲۵۷ کسان وژل شوي وو او ۷۱۳ نور ټپیان شوي وو.

پټه دې پاتې نه وي، چې دت په ۲۰۱۳ م ز کال کې د دې له پاره پونې زندان ته لیږدول شوی و، چې محکمې له لوري پر ده ۵ کلن زندان سزا بشپړ شي.

خو په دې وروستیو کې د ده د ښو او نیکو اخلاقو او یوه راډیويي خپرونې چلولو له امله د ۱۴۴ ورځو سزا معاف شوې وه.

د هندوستان پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس د راپور له مخې  د پونې یرواډا زندان اداري مشر یو ټي پور ویلي، چې د نوموړي سزا کمولو پرېکړه د زندان له اصولو سره سمه وه او سنجي دت سره د نورو زندانیانو په څېر چلند شوی دی.

د ویلو ده، چې په  ۲۰۰۶ م ز کال کې د هندوستان د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې ۱۰۰ کسان د چاودنو په تور په سزا محکوم کړل، چې په دغو کې ۱۲ د اعدام په سزا محکوم شول او ۲۰ نورو ته د عمري بند سزا ورکړله شوې وه.

د نوموړي فلمونه زیات مینه وال لري، چې تر ټولو مشهور فلم يې "منا بهايي" فلم دی.

دی او د "سرکېټ" په نوم یو بل فلمي لوبغاړی يې د یو بدمعاش مینه ناک رول لوبوي.

دوی خلکو ته دا پېغام رسول غواړي، که چېرې يو څوک په مینه کې ناکام پاتې شي نه باید په همدې یوه خبره خپل ټول عمر تباه کړي، بلکې دوی کولی شي، چې ځانته د مينې بله دروازه پرانيزي او ژوند په خورا خوخښي سره تېر کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام