
ډاکټران وايي، د میاشتنۍ ناورغۍ پرمهال روغتیا ته نه پام، د ښځینهوو د بېاولادۍ او ان د هغوی په تناسلي الو کې د سرطاني ناروغیو لامل کېږي.
صنوبر چې د بلخ ولایت، شلګرې ولسوالي د دالان کلي اوسېدونکې ده وايي، تر واده وروسته ۵ کاله مې بچیان و نه شول. نوموړې وايي، د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال یې هغه ټوټې کارولي چې مور به یې ورکولې او خپله یې د دې دورې پرمهال د روغتیا په اړه هېڅ مالومات نهلرل.
صنوبر زیاتوي، که څه هم اوس یو ماشوم لري، خو که د درملنې لهپاره څو ځله پاکستان ته تللې نه وای، اولاد به یې شوی نه و، خاوند به یې بله ښځه کړې وه او ژوند به یې تریخ و.
صنوبر اوس باوري ده چې د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه خبرې کول نه یوازې شرم نهدی، بلکې ټول مسوولیت لري چې په اړه یې خلکو ته عامه پوهای ورکړي.
که څه هم خلک پهدې اړه خبرې نه کوي، شرمېږي او کله چې بازار ته لاړ شي له درملتون یا دوکانه د خپلې مېرمنې، خور او مور د میاشتنۍ ناروغۍ لهپاره ځانګړي وسایل (کوتېکس) نه راوړي او په اړه یې غوښتنه کولی نهشي. دغه راز ځینې نجونې خپله میاشتنۍ ناروغي له کورنۍ نه هم پټوي.
د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه د نجونو او د هغوی د کورنیو لازم مالومات نهلرل د نجونو د رواني ستونزو او خپګان لامل شوي دي.

د ابوعليسینا بلخي حوزوي روغتون د نسايي ـ ولادي برخې متخصصه ټرېنره زهرا همنوا وايي، د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال روغتیا ته د نجونو او ښځو نه پام، د هغوی د بېاولادۍ او په تناسلي الو کې یې د سرطان پیدا کېدو لامل کېږي.
د همنوا په وینا، د یادې ناروغۍ پرمهال د ځینو کوټېکسونو کارول هم ښځینه له ستونزو سره مخ کوي او پهکار ده چې معیاري هغه یې و کاروي.
د پوهنې وزارت سږ کال د لومړي ځل لهپاره د «د میاشتنۍ ناروغي په موده کې د نجونو د فردي روغتیا لارښود» خپور کړ.
میاشتنی عادت، د نس له منځه د وینې بهېدو ته وايي چې هره میاشت په منظمه توګه د نجونو له بالغېدو نیولې، د مېرمنو تر امینداورۍ پورې په هغو کې دوام کوي.
د یونیسف د یوې سروې له مخې، ۵۰ سلنه نجونې د میاشتنۍ ناروغۍ یا عادت پرمهال د خپلې روغتیا ساتلو په اړه مالومات نهلري او ۳۸سلنه یې هم په دې موده کې ښوونځیو ته نه ځي.





