پر بایسیکل د یو لغماني ځوان د کتاب لوست ګرځنده کمپاین

کابو میاشت مخکې د لغمان یو ځوان په‌خپل بایسیکل د کوچنۍ کتابخونې سره د کتاب لوست کمپاین پیل کړ چې تر ډېره له مثبتو غبرګونونو سره مخ شو.

دا ځوان ادریس سیاش نومېږي او د هېواد د وتلي لیکوال او شاعر اسحق ننګیال زوی دی.

سیاوش وايي، د کتاب لوست له‌دې کمپاینه یې موخه خلکو کې د مطالعې فرهنګ دودول او له کتاب او قلمه محرومو سیمو ته د کتابونو رسول دي.

د ده په وینا، په‌خپل ځانګړي بایسیکل په ټول افغانستان کې کلي پر کلي او ښوونځي پر ښوونځي ګرځي او افغانانو ته کتابونه او مینه وېشي.

دی وايي، دغه کمپاین کې ورسره ګڼ شمېر ځوانان ملګري شوي چې دې سره یې ملاتړي ورځ په ورځ ډېرېږي.

د ادریس سیاوش کتاب لوست کمپاین سره بېلابېلې پوهنیزې ادارې، فرهنګي او فرهنګپالې کړۍ د کتابونو مرسته کوي او دی یې د خپل ځانګړي بایسیکل په مرسته کلیوالو سیمو کې د ښوونځیو زده‌کوونکیو، ځوانانو او ماشومانو ته رسوي.

د هغه پر ځانګړي بایسیکل کوچنۍ غرفه‌ګۍ هم جوړه شوې چې له کتابونو ډکه وي.

ادریس سیاوش وړاندې وايي، له لغمان وروسته یې دا کمپاین ننګرهار کې پیل کړ او غواړي ټولو ولسوالیو ته کتابونه ورسوي. دی زیاتوي، هوډ یې کړی چې ټول هېواد کې د کتاب لوست کمپاین ترسره کړي.

له هغه سره په‌دې کمپاین کې د هېواد نوموتی سندرغاړی جاوید امرخېل هم ملګری شوی‌. ښاغلی امرخېل وايي، دا ډول کمپاینونو ته د هنر په ژبه انعکاس ورکول لا اغېزمن تمامېدای شي.

دی د ټولنې په رغښت او ذهنیت‌جوړونه کې له هر چا وړاندې هنرمند ونډه اړینه بولي.

جاوید امرخېل د خپلې سندرې، علم له‌پاره د کتاب لوست کمپاین هم سندریز کوي چې په همدې موخه یې له یاد کمپاین ویډويي کلېپونه جوړول پیل کړي‌دي.

ادریس سیاوش نننی کمپاین د ننګرهار والي حیات‌الله حیات، خپلو ملګرو او یو شمېر ځوانانو په موجودیت کې پیل کړ.

د ننګرهار والي دا وړ کمپاینونه اغېزمن ګڼي، وايي، هغو سیمو کې ـ چې د ښوونځیو د بندولو هڅه کېږي ـ دغه ډول کمپاینونه به په‌دې ولایت کې له داعش سره نږدې کرښو کې پراته ۱۴ ښوونځيو په پرانېستلو کې مرسته وکړي.

د کتاب لوست دغه کمپایني بهیر سره تر اوسه نږدې ۱۵زره ټوکه کتابونه مرسته شوې او ادریس سیاوش وايي، ګڼو هېوادوالو ورته د کتابونو د ورکړې ژمنه کړې چې د امکان په صورت کې به یې پر هېوادوالو ووېشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام