
د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ (نی) یو تن مسوول صدیق الله توحیدي نن پنجشنبې د (می په ۵مه) د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته په کابل کې وویل، چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په پرتله سږ کال له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښې زیاتې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال ۱۲ خبریالان وژل شوي، په داسې حال کې، چې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې هر کال ۳ یا ۴ خبریالان وژل کېږي.
ده زیاته کړه: "موږ له خبریالانو سره د زور زیاتي ۱۱۷ پيښې لرو، چې د تېرکال د می له درېیمې تر اوسه ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال ۱۰۰ پېښې وې، چې دا شمېر ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.."
د نی رپوټونو پر بنسټ، په تېر زېږدیز کال کې ۱۲ خبریالان وژل شوي، ۲۳ ټپيان او ۱۵ نور وهل ټکول شوي دي.

په همدې ډول د مستقیم او غیر مستقیم ډول د خبریالانو د سپکاوي ۶۸ پيښې ثبت شوي، چې ۲۱ سلنه خبریالان نامعلومو کسانو او ۶۴ سلنه نور بیا طالبانو ګواښلي دي.
د توحیدي په وینا، په تېر یو کال کې د خبریالانو په ګډون ۳۰۰ رسنیز کار کوونکي بهر ته تللي، چې ۶۰ ښځینه خبریالانې هم په کې شاملې دي.
د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې مسوولان ناامني، معلوماتو ته نه لاس رسی او مالي ستونزې د خبریالانو سترې ننګونې بولي او له حکومته غواړي، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي .
دغه بنسټونه د وینا ازادۍ پر مناسبت د انلاین غوره راپور، د سیاسي پروګرامونو غوره چلوونکي، غوره عکاس، غوره راډیويي ویاند او غوره انځور ګرته جایزې ورکړې.
په دې ډله کې د سلام وطندار راډیو خبریالې وحیدې فیضي د انلاین غوره خبریالۍ جایزه خپله کړه.
له بل لوري د افغانستان مدني ټولنې مجتمع، د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په ویاړ کابل کې ۱۰ غوره لیکوالان وستایل.





