د راپورونو له مخې د مېس عینک اثار به د روان مېلادي کال په وروستیو میاشتو کې د چیک جمهوریت ته انتقالېږي، هلته به د مسلکي څېړنو وروسته ترمیمېږي او بیابه د روان کال د نومبر د دويمې څخه د راتلونکي ۲۰۱۶ م ز کال د فبرورۍ تر ۲۹مي نېټې پورې د شاوخوا څلورو میاشتو له پاره په پراګ کي نندارې ته وړاندې کېږي.
د هغه تړون له مخې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني او په کابل کي د چیک جمهوریت د سفیر مېروسلو کوزیک له خوا لاسلیک شو؛ د مېس عینک اثار به په ياد هېواد کې د څو میاشتو له پاره نندارې ته وړاندې شي.
د ۲۰۰۹ م ز کال څخه تر اوسه د مېِس عینک کان د کیندنو په نتیجه کي لاسته راغلي دغه؛ ۱۴۶ قلمه لرغوني اثار، چې د لومړۍ او نهمې میلادي پېړیو ترمنځ، زمانې ته منسوبېږي، دا وخت په ملي موزیم کې ساتل کېږي.
د راپور پر بنسټ چېک جمهوریت دا منلې، چې تر نندارتون وروسته به یاد اثار د نړېوالې بیمې او د نندارتون د نیمايي عایداتو سره بېرته افغانستان ته را انتقالوي.
ددې ترڅنګ د افغاني پلاوي د تګ راتګ او نندارتون د اعلاناتي چارو لګښتونه به هم د چیک حکومت پر غاړه اخلي.
باري جهاني په چیک هېواد کې د مېس عینک د لرغونو اثارو نندارې ته وړاندي کېدل، د هیواد د لرغوني تاریخ سره د یوه بل تاریخي هېواد د وګړو د اشنا کېدلو له وجې مهم کار وباله.
یاده دې وي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چیک جمهوریت تر څنګ د ځینو نورو هېوادونو سره هم د ورته تړونونو پر طرحو کار کوي، چې په نږدې وختونو کي به عملي شي.





