د ۲۰۱۵کال اګسټ و چې ویتوریو کازامونیکای «پلارولۍ یا The Godfather» او د روم مشر ومړ. ښايي د ټولو ګومان دا و چې د کازامونیکای د جنازې مراسم به په پټ ډول د خلکو له سترګو پناه وشي.

خو د کازامونیکای خاورو ته سپارلو مراسم د تصور خلاف په رڼا ورځ د روم په یوې مشهورې کلیسا کې وشول. له کلیسا بهر اکستر د «پلارولۍ یا The Godfather» فېلم موسیقي غږوله. کازامونیکای د نړۍ د مشهورو مافیايي ډلو د مشرانو له جملې و چې د ژوند او مرګ سبک یې د ډېرو له‌پاره ایډیال شو.

«پلارولي یا The Godfather» د ماریو پزو رومان دی چې د ۱۹۶۹زېږیزد کال د مارچ پر ۱۰مه خپور شو. په همدې نوم له دې رومانه درې‌ګوني فېلمونه هم جوړ شول چې اوس له هغې ورځې ۵۰کاله تېرېږي. «پلارولي یا The Godfather» په امریکا کې د مافیايي کړيو په اړه لیکل شوی‌دی.

دا رومان په امریکا کې د مافیايي کړیو په اړه یو روښانه تصویر وړاندې کوي چې د امریکا د تاریخ ځېنې مهمې پېښې ګڼل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام