
کله چې د شاهرخ خان او کاجل کېږي؛ نو د لیدونکو په زړونو کې د مینې او رومانیت یو څپه خپرېږي، دوی په خپل وخت کې پر هندي سینما راج چلولای و، هغه وخت به چې شاهرخ خان او کاجل په فلم کې یو ځای راښکاره کېدل؛ نو دا په خپله د فلم د بریا نښه او تر فلم لیدو وروسته به هر لیدونکي دا خبره منله، چې شاهرخ او کاجل رښتیا هم د مینې ډکه جوړه ده.
د دوی وروستی فلم MY NAME IS KHAN و، دا فلم لیدونکو ډېر خوښ کړ، لامل به یې شاید دا هم و، چې شاهرخ او کاجل تر ډېر وخت وروسته بیا په فلم کې سره راښکاره شوي وو، خو که بل اړخ ته ولیدل شي؛ نو په یاد فلم کې د مینه والو ډېره لېوالتیا د فلم له پيغام سره وه. دا هغه فلم و، چې نړۍ ته یې د مسلمانانو په اصلي څېره ورښودلو کې مرسته کوله او له دې اړخه یې نړۍ ته د یو امن او سلامتۍ او پیغام استولو.
د دې فلم له راتګ سره ډېرو خلکو خپلو نومونو پسې (خان) تخلص غوره کړ او ټولو به همدا ویل چې (زما نوم ښه دی او زه ترهګر نه یم)، د خلکو په ذهنونو کې به د شاهرخ او کاجل د اداکارۍ دا لذت لا پاتې و، چې روهیټ شیټي یوه بله پرېکړه وشوه او د شاهرخ او کاجل مینه والو ته یې د (Dilwali) په نوم بل فلم راساز کړ.
دا روهیټ شيټي او شاهرخ دویمه ګډه پروژه وه، تر دې مخکې (Chennai express) فلم و چې ډېرو خلکو خوښ کړی او په اړه یې خبرې هم ډېرې شوې وې، راوتلی و.
دلوالی فلم د دې ډلې دویم فلم دی او د فلم کیسه که په لنډو ټکو کې ووایو داسې ده:

د دوو دښمنو کورنیو دوه ځوانان (شاهرخ او کاجل) یو بل سره مینه کوي، بیا د همدې دښمنۍ له امله سره بېلېږي او کیسه دا ده، چې دوی بیرته سره یو ځای شي، د کاجل کشره خور او د شاهرخ کشر ورور یو بل سره مینه کوي، د دوی د دښمنۍ له وجې د هغوی مینه هم نیمګړې پاتې کېږي او یو بل ته نه رسېږي، هغوی هڅه کوي، چې د کابل او شاهرخ مینه بیا راپيدا کړي او په پایله کې یې دوی دواړه هم سره یو بل ته ورسېږي.
دا کیسه څه ډېره نوې نه ده، ځکه په هندي سینما کې داسې ډېر فلمونه جوړ شوي دي او له همدې چل نه په کې کار اخیستل شوی دی. دا چل حتی دومره مشهور شوی دی، چې په ځېنو کومیډي فلمونو کې هم ترې کار اخیستل شوی چې د (Welcome) په نوم فلم يې ښه بېلګه ده.
د فلم بازار :
مخکې مو یادونه کړې، چې خلک زیاتره د کاجل او شاهرخ مینه وال وو، روهیټ شټي هم همدې مینې ته په کتلو هڅه کړی، چې د مینې یوه بله نوې کیسه خلکو ته وړاندې کړي، خو له بده مرغه په دې کار نه دی بریالی شوی.
خلکو فلم لیدلی او فلم هم یو څه کاروبار کړی دی، خو فلم چې څه ډول مشهور شوی دی او څنګه بازار موندنه ورته شوې ده؛ هغسې نه دی، ډېر لیدونکي يې حتی تر لیدلو وروسته پښېمانه شوي دي او حتی دا یې یو زړه ماتوونکی فلم بللی دی.

د لیدونکو نظریات:
په بېلابېلو پاڼو کې د دې فلم په اړه نظریات وړاندې شوي دي، چې زیاتره یې په مستعارو نومونو جوړ شوي دي، زه به دلته یوازې هغه عنوانه را واخلم، چې دې خلکو خپلو تبصرو ته ورکړي دي، له دې به معلومه شي چې لیدونکي د (Diwali) په اړه څه نظر لری:
۱- دوه ساعته او اته دېرش دقیقې، بیا به راونه ګرځي (یانې ضایع شوي)
۲ – لکه څنګه مې چې ګڼلو، یو زوړ فلم دی.
۳ – پيل یې ښه دی، خو فلم مې بد راغی.
۴ – د بدو ډيالوګونو او بد تمثیل ټولګه ده.
۵ – بې خونده کیسه.
۶ – بې کاره، بې خونده او ځوروونکی فلم.
۷- ډېر بد.
۸- یو بې کاره او فلاپ شوی فلم.
۹ – زوړ فلم او زاړه ممثلان.
۱۰ – په سینما کې د خوب کولو ښه فرصت.
په سینمایي سایټونو کې دا او دې ته ورته په سلګونو تبصرې شوې دي، په ټوله کې لیدونکو داسې ښودلې ده، چې له روهیټ شیټي، کاجل او شاهرخ نه یې د داسې فلم طمع نه لرله.

د فلم کیسه :
لکه څنګه چې ځېنو لیدونکو هم ویلي وو، د فلم پيل ډېر ښه دی، خو څومره چې فلم مخ ته ځي کیسه یې بې خونده کېږي، یو لامل یې دا دی، چې صحنې يې یو بل سره بې تړاوه ښکاري، دویمه خبره دا ده، چې په فلم کې منطقي تسلسل نه دی مراعت شوی، یانې دوه دښمنان، چې د یو بل د وینو تږي وي؛ پر یو بل مرګوني بریدونه کوي؛ څنګه په یو نظر کتلو سره میینان کېږي او یو بل ته ژاړي؟
هیڅ قانع کوونکی دلیل په کې نه شته، یوازې همدا چې فلم دی او لیدونکی یې باید په هر صورت ورسره ومني، چې همداسې کېږي. د دې تر څنګ یې ډېرې صحنې له بهرنیو فلمونو تقلید شوي دي، هغه صحنه چې شاهرخ او کاجل موټر سره ټکر کوي؛ د (Mission impossible) فلم تقلید دی او دې ته ورته نورې ډېرې صحنې یې راپټې شوي دي. د روهیټ شيټي د نورو فلمونو غوندې په دې فلم کې هم موټرې الوځول شوي دي (دا یې ځانګړنه ده)
فلم به ښه جدي روان وي، ناڅاپه به کومیډي شي، بیا به تراژیدي شي، بیا به اکشن شي، بیا …. زه نه پوهیږم، چې په یو فلم کې دا حالتونه څنګه دومره ژر بدلیدای شي؟ آيا لوستونکی په یوه شېبه کې دې ذهني بدلون ته تیار وي؟
په ټوله کې ویلای شو، چې شاهرخ خان او کاجل د خپلو کتونکی زړونه مات کړي دي، ځکه له دوی داسې تمه نه کېدله، يو خو په کې د دوی عمرونه ډېر ښودل شوي دي، دویمه خبره دا ده، که فلم وکتل شوي؛ نو د دوی رول په کې فرعي ښکاري او زیاتره خلک خو له شاهرخ خان نه په دې خفه دي، چې داسې فلم یې ولې لاسلیک کولو.

په زړه پورې ټکي :
–Gerua په بالیووډ کې تر ټولو ډېر لګښت لرونکې سندره ده.
– شاهرخ او کاجل دې فلم کې ځکه اخیستل شوي وو، چې د دوی پخواني ټول فلمونه بریالي دی.
– دا د شاهرخ خان او ورون داون لومړی فلم دی.
– د ورون داون پر ځای توشار کپور اخیستل کېدلو، خو د هغه عمر زیات و.
– دا فلم د دوو نورو هندي فلمونو (HUM 1991) او (Chalti ka Naam Gade 1985) نه په اغېز جوړ شوی دی.
– په فلم کې شاه رخ خان باید بریت پرېښي وی، چې وروسته خبره بدله شوی او لنډه ږیره یې پريښوده.
– کاجل ۵ کاله وروسته سینما ته مخه کړه.
فلم پېژندنه :
نوم: دلوالی
لوبغاړي: شاهرخ خان، کاجل، ورون داون، کریتي سانون
لارښوود: روهیت شیټي
پروډيوسر: ګوري خان، روهیټ شیټي
لګښت: ۱۵ میلیونه ډالر
کاروبار: ۵۷ میلیونه ډالر





