اقبال لاهوري له افغانستان او افغانانو سره بې سارې مینه لرله

دا مطلب نن چهارشنبې د (نومبر پر ۹مه) په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرارحسین په شلمه پېړۍ کې د هند براعظم‌ګي او اسلامي نړۍ ستر شاعر او فیلسوف علامه اقبال لاهوري د زوکړې ۱۳۹ کلیزې لمانځغونډې ته څرګند کړ.

نمانځغونډې ته د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ځای ناستي وزیر عبدالغفور لېوال هم ورغلی و، ده په خپلو خبرو کې وویل، چې سیمې او نړۍ ته د افغانستان په اړه د علامه اقبال سپارښتنې نن هم هومره ارزښت لري، لکه د نوموړي په زمانه کې یې چې لرلې.

 ښاغلي لېوال زیاته کړه، چې د افغانستان او افغانانو په اړه د هغه خدای بښلي انګېرنې، هیلې او اندېښنې د یوې بې سارې وړاندوینې په توګه د نن زمانې لوست ګڼلی شو.   

په نمانځغونډه کې پوهانو او څېړونکیو د علامه اقبال لاهوري د ژوندانه پر بېلابېلو اړخونو خپلې علمي او څېړنیزې مقالې ولوستې.   

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام