د کندهار د عینو مېنې ښارګوټي کې موزیم او کتابتون ته ودانۍ جوړېږي

د کندهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مسوولان وايي، دوی غواړي، چې د دې ولایت په عینو ښارګوټي کې د هېواد په کچه د کتابتون او موزیم له پاره ځانګړې ودانۍ جوړې کړي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حضرت ولي هوتک سلام وطندار ته وویل، د دغه موزیم او کتابتون پر ودانیو دوه نیم میلونه امریکايي ډالر لګښت راځي، چې د افکو کمپنۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرغاړه اخیستی دی.

ښاغلي هوتک زیاته کړه، دوی هڅه کوي، د دې کتابتون څانګې د کندهار ښار نورو برخو ته هم وغځوي چې له دې سره به کتاب ته د کندهاریانو لاسری اسانه شي:

د ده پر وینا، د کتابتون او موزیم په دې نویو ودانیو کي به  ټولي اسانتیاوې په پام کي نیول شوې وي او دا به د هېواد په کچ یوه نمونه وي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان ټینګار کوي، چې د دغه ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د موزیم ودانۍ شته، خو بېخي وړه ده. 

د کندهار فرهنګیان، د پوهنتون استادان او مدني فعالان د موزیم او کتابتون له پاره د نويو ودانیو جوړول ستره کلتوري لاسته راړونه بولي.

د کندهاري فرهنګیانو په باور، پر دې دوو ودانیو باید بسنه ونه شي، بلکې نورې ورته ودانۍ هم جوړې شي، چې د کندهار د هرې ولسوالۍ او ښار د هرې سیمې اوسېدونکي ورته په اسانۍ لاسرسی ولري.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام