د کندهار ولایت ۶ مهم لرغوني اثار له زوال سره مخ دي

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولان وايي، خپل اړوند وزارت یې په جریان کې کړی دی، چې د دې ولایت ۶ مهم لرغوني اثار له زوال سره مخ دي؛ خو تر اوسه یې چا غږ خبرې ته هرکلی نه دی ویلی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لرغونو اثارو مدیر محمد قیس پيرعلي وايي، له دوی سره په کندهار کې ۳۰ تاریخي ودانۍ او لرغوني اثار ثبت دي، چې شپږ هغه یې جدیدي بیارغونې ته اړتیا لري او که ونه روغول شي؛ له منځه به لاړې شي.

د پیرعلي پر وینا، د کندهار په زاړه ښار کې د نارنج ماڼۍ، د ملالۍ میوندۍ زیارت، د زرغونې انا زیارت، د موی مبارک جامع جومات او ځېنې نور لرغوني اثار د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ دي.

دا لرغوني اثار سلګونه کلونه تاریخي مخینه لري، چې وخت ناوخت د تاړاکونو او طبیعي ناورینونو له امله زیانمن شوي دي.

ده له وزارت او مرستندویو ادارو نه غوښتنه کوي، چې د دې لرغونو اثارو د بیارغونې په اړه جدي تصمیم ونیسي.

مدني فعال او د کندهار عامه کتابتون مسوول عبدالصمد ستري هم په دې اړه خواشني ښيي او زیاتوي، چې د لرغونو اثارو ساتنه یوازې د دولت کار نه، بلکې په دې اړه د سیمې خلک هم مسوولیت لري.

ښاغلی ستري وايي، لرغوني اثار د یو هیواد ملي هویت او ژوندی تاریخ دی، چې د ساتنې له پاره یې باید ټول کار وکړو.

د کندهار عام اوسېدونکي بیا له ملي سوداګرو او شتمنو غواړي، چې د یو شمېر تاریخي ودانیو رغونې او لرغونو اثارو ته د وزارت په تمه لاس تر زنه پاتې نه شي او خپله لاس په کار شي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام