پروان کې «هنرستان پروان» پرانستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر نړېوالې ورځې په مناسبت د هنرمندانو د لمس وړ اسنادو ساتلو له‌پاره د پروان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست په چوکاټ کې د «هنرستان پروان» په نوم نوی تشکیل زیات او نن په رسمي ډول پرانستل شو.

د یاد ریاست مسوولان د یادې برخې پرانستل د هنري فعالیتونو زیاتوالي له‌پاره ګټور بولي او وايي، هڅه کوي چې پروان کې د هنري فعالیتونو له‌پاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس عبدالواحد هاشمي وايي، په یاد هنرستان کې یې د پروان په ګډون، د بامیان، کابل او میدان وردګ ولایتونو د هنرمندانو اثار نندارې ته اېښي دي.

د نوموړي په وینا، په دغه هنرستان کې به د تل له‌پاره ۴۰ هنري اثار نندارې ته اېښي وي او مینه‌وال کولی شي په وړیا ډول یې وګوري.

په همدې حال کې د پروان یوشمېر هنرمندان او اوسېدونکي د «هنرستان پروان» په نوم د نوې برخې جوړولو هرکلی کوي او وايي، دا ډول فرصتونه د وړتیاوو او د ځوانانو له لوري د هنري او فرهنګي فعالیتونو د ښودلو برخې کې اغېزمن رول لوبولی شي.

د پروان دوه مېناتورانې ذکیه پیرزاد او هدیه اخلاص وايي، د هنر او فرهنګ پیاوړتیا برخې کې دا ډول اقدامات کولی شي، ځاني وړتیاوې په عملي هغو بدلې او لیدلوري هم په واقعي او عملي بڼه واړوي.

پروان د کابل په شمال کې د متمدنو ولایتونو له ډلې یو دی چې د لرغونې دورې، په ځانګړي ډول د کوشانیانو او یونانیانو دورو ډېر فرهنګي میراثونه په‌کې پاتې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام