
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالرحمان تسل سلاموطندار ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز پل علم په ګډون، په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې تر ۱۵ زیاتې تاریخي سیمې د نړېدو له ګواښ سره مخ شوې دي.
تسل وايي، دغه تاریخي سیمې تر سلو کلونو تاریخي مخینه لري چې په وینا یې، د یو شمېر مرستندویه ادارو پر مټ هڅه کوي چې د دغو سیمو د نړېدو مخه ونیسي.
نوموړی زیاتوي، شکارکلا، دهکلا، پړاو تاریخي سیمه، د خواجه سیداحمد اغا تاریخي سیمه، د زرغون ښار سیمې اړوند د خواجه صدر اولیا تاریخي سیمه او دغه راز په برهکي برک او خروار ولسوالیو کې هم ځینې مشهورې تاریخي سیمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
هغه وايي، د یادو تاریخي سیمو د نړېدو اندېښنې یې د حکومت له مرکزي ادارې سره شریکې کړي او حکومت هم ژمنه کړې چې د لوګر د تاریخي سیمو او اثارو د ساتنې او رغونې برخې ته به پام کوي.
نوموړي د لوګر ولایت پر اوسېدونکیو هم غږ وکړ چې د تاریخي سیمو د ساتنې او بیارغونې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ملاتړ وکړي.

د تسل په وینا، اوس په لوګر کې د ملک سبزعلي په نوم پر یوې تاریخي سیمې چې ۸ سوه کاله مخینه لري، کار پیل کړی او په وینا یې، څرنګه چې مخکې جوړه شوې وه، هماغسې به یې بیا هم ورغوي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي هم له حکومته، په تېره د دغه ولایت له اطلاعاتو او کلتور ریاست نه غواړي چې د دغه ولایت د تاریخي سیمو او اثارو ښه ساتنه او پالنه وکړي.
دوي وایي، تاریخي سیمې او اثار د لوګر ولایت تاریخ او پېژندنه په ګوته کوي او که زیانمن شي، د دغه ولایت تاریخي شالید به وځپي.
د لوګر اوسېدونکی جنتګل له اطلاعاتو او کلتور ریاست او ولایتي ادارې نه غواړي چې د یادو تاریخي سیمو او اثارو د له منځه تلو او نړېدو مخه ونیسي.
لوګر، پلازمېنې کابل ته څېرمه سوېل ختیځ ته پروت تاریخي او له کانونو ډک ولایت دی چې د نړۍ په کچه د مسو او کرومایټو لوی کانونه او همداراز لویې تاریخي سیمې او اثار پهکې دي.
اړوند مطالب:
د «روژې لرونکی» بودا او سلګونه نور لرغوني اثار ملي موزیم ته راګرځول شوي





