
د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، ملي موزیم او یو شمېر نورو بنسټونو نن د فرهنګي میراثونو او د ساتنې او ملاتړ ورځ په کابل کې ونمانځله.
د یادو ادارو مسوولان وايي، هغه بنسټونه چې د هېواد د فرهنګي میراثونو په برخه کې کار کوي، کولای شي د همغږۍ بورډ په جوړولو سره د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ په برخه کې اغېزناک ګامونه واخلي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي مرستیال رسول باوري وايي، په تېرو څو کلونو کې د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ په موخه ځینې فزیکي او غیرفزیکي هڅې شوې دي.
د باوري په وینا، تر اوسه په هېواد کې له ۵ زرو ډېرې تاریخي ابدې پېژندل شوي، ۱۸۰۰ تاریخي اثار ثبت شوي او پر ۹۰۰ نورو یې لوحې را ځړول شوې دي او په دې اوونۍ کې به یې په اړه بېلابېل پروګرامونه جوړ شي.
اړوند مطالب:
د بادغېس تاریخي اثار او ځایونه؛ ۵۰ سلنه له منځه تللي
سرپُل کې یو محلي قوماندان لرغوني اثار کیندي
د ملي موزیم لسګونه لوټل شوي لرغوني اثار بېرته افغانستان ته وسپارل شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، لرغونپوهانو په تېرو ۵۰ کلونو کې په هرات، کندهار، غزني، ننګرهار او پروان ولایتونو کې پر تاریخي اثارو څېړنې شوي او د کاپیسا ولایت پر تاریخي اثارو نوې څېړنې پیل شوې دي.
د دوی په خبره، د ملي ارشیف د ډیجېټل کولو بهیر چارې هم پيل شوي او ډېر ژر به ټول کتابونه او اثار په ملي ارشیف کې ډیجېټلي شي.





