
دا فلم د مینې کیسه ده، د نووا کالوهان (Ryan Gosling) په نوم په یوه لېرې کلي کې اوسېږي، همدلته یوه کورنۍ هم چکر ته راغلې وي. د هغوی ۱۷ کلنه لور آلي همیلټن (Rachel McAdams)هم ورسره وي. آلي له نووا سره وګوري او ورسره مینه یې پيدا شي.
نووا د همدې کلي غریب اوسېدونکی وي، چې د لرګیو په یوه ټال (ډيپو) کې کار کوي، یوه ورځ چې همیلټن د نووا لیدلو ته راشي؛ نووا یې ځان سره د دوی د (خوبونو کور) ته بوځي او ورته ووایي، چې په دې کور کې به زه او ته ژوند کوو.
پر دوی هلته ناوخت شي د همیلټن مور او پلار پولیسو سره خبره شریکه کړي، په دې وخت کې هملټن کور ته راشي؛ نووا په دهلېز کې ناست وي، د همیلټن مور وایي، چې موږ غټ خلک یو، هغه هلک (خځله) ده. هلک یې واوري او روان شي، دواړه بېل شي، هملټن هم له کورنۍ سره ښار ته لاړه شي، نووا ورته هره ورځ یو لیک لېږي، د هملټن مور یې لیکونه ترې پټوي.
نووا په دویمه نړیواله جګړه کې سرتېری شي، ملګری یې په کې مړ شي او همیلټن په یو روغتون کې ناروغانو خدمت کوي، هلته له یوه کس سره بلده شي، هغه هلک شتمن وي او همیلټن ورسره واده ته چمتو شي.
نووا چې راوګرځي پلار یې کور پلورلی وي، نووا ته وايي، چې خپل د خوبونو کور درته جوړ کړه، نووا ښایسته کور جوړ کړي، ورځپاڼه کې یې اعلان وکړي، هميلټن واده ته چمتو وي، چې د نووا تصویر وګوري، نووا ته ورشي.
نووا ورته ووایي، چې دا هماغه زما د ارمانونو کور دی، دواړه سره یوه شپه په کې تېره کړي، د هميلټن مور راشي، هميلټن ځان سره واخلي او ورته ووایي، چې یوه پرېکړه وکړه، یا نووا سره شه، یا خپل چنغول (نامزاد) سره. هميلټن بېرته له نووا سره یو ځای شي.
فرعي کیسه :
فلم داسې پيلېږي، چې یو زړه ښځه عصبي تکلیف لري او حافظه یې بایللې وي، یو بوډا سړی ورته د خاطراتو له کتابچې یوه کیسه لولي، پورته کیسه ورته وکړي، د ښځې یوې شېبې لپاره حافظه راشي، پوهه شي چې دا هميلټن ده او کیسه لوستونکی نووا دی، خو دا خوشالي د لنډې شېبې له پاره وې او زړه ښځه بیا ووېرېږي.

سړی د زړه عملیات وکړي، د شپې د زړې ښځې خونې ته راشي، ښځه یې ورته ووایې:
زموږ مینه کې دومره زور شته چې موږ بلې نړۍ ته بوځي؟
هغه ورته ووایي:
زموږ مینه هر څه کولای شي.
همداسې دواړه په یوه کټ کې پرېوځي، سبا چې نرسه راځي؛ دوی دواړه مړه شوي وي.
پیل او پای:
فلم له داسې صحنې پیلېږي، چې زاڼې یو ځای ته را روانې وي او بیا داسې پای ته رسېږي، چې په ماښامي کې زاڼې والوځي او بېرته خپل ځای ته لاړې شي. دا هغه ځای دی، چې نووا او هميلټن په کې په یوه کښتۍ کې ناست وي. نووا هميلټن ته وايي:
دا زاڼې ګورې؟ دا چې له کوم ځایه راغلي هلته به ځي، یانې دا ښکلا دلته موقتي ده، دا په دې معنا چې انسان هم د مینې په ښایسته لباس کې له نامعلوم ځایه نړۍ ته ښکلا راوړي او چې ماښام شي نو بېرته خپل پخواني ځای ته ورځي.
ناول
دا فلم د یوه ناول پربنسټ جوړ شوی دی، ناول په ۱۹۹۶ ز کال کې نیوکلاس سپارکس لیکلی دی، دا د سپارکس درېیم ناول دی، خو لومړی او دویم ناول یې نه دی چاپ شوی، لیکوال د دې ناول له چاپ یو کال مخکې یو میلیون ډالر پیشکي واخیستل، ناول چاپ شو او تر اوسه نېږدې ۵۰ میلیونه ټوکه پلورل شوي دي.
جیمز براردینلي د سینما مشهور نقاد په خپله یوه لیکنه کې وايي:
«له بده مرغه تر اوسه مې د نیکولاس دا ناول نه دی لوستی، خو له خلکو مې اورېدلي او د نورو نظریات مې پرې لوستي دي. بیا هم له بده مرغه هغه عنصر چې ناول ته یې ځانګړی مقام ورکړی؛ فلم ته نه دی لېږدېدلی. په فلم کې د کیسې جزیاتو ته اشاره نه دی شوې، د اوج ټکی یې کمزوری دی او یوازې یو تفریحي داستان ترې جوړ شوی دی.» (۱)

مهم ټکي:
۱ – په فلم کې یو مهم ټکی دا دی، چې هميلټن او نووا سره جلا کېږي، همیلټن ته یې مور وایي، چې ته لا د اولس کالو یې، په مینه نه پوهېږې، هميلټن ورته وایې چې ته څه پوهېږې؟ تا نو زما مور سره مینه کړې ده؟ دلته په کورنیو کې د شته ستونزو او پر اولادونو یې د هغوی اغېزو ته ښه اشاره شوې ده.
۲ – نووا هميلټن نه خپه شوې نه وي، هره ورځ ورته یو لیک لیکي ۳۶۵ لیکونه برابر شي، خو ځواب ترلاسه نه کړي، لامل یې دا وي، چې د همیلټن مور لیکونه پټوي.
۳ – د دوی د مینې ټوله کیسه هميلټن په یوه کتابچه کې لیکلي وي او نوووا ته یې دا هم لیکلي وي، چې دا کیسه به راته ته په خپله لولې.
۴ – همیلټن او نووا چې د سیند پر غاړه یو ځای شي؛ نووا ورته ووايي، چې زموږ مینه نه ده ختمه، ما تا ته دومره لیکونه ولیکل او تا ځواب نه کړل؛ نو زموږ مینه اوس هم د پخوا په څير ده.
۵ – د هميلټن مور دا له ځان سره بوځي، هلته ورته هغه کس وښيي، چې د هميلټن مور ورسره مینه لرله، هغه په کرش ماشین کې کار کوي، مور یې ورته وايي، چې ده سره مې مینه لرله، که مې واده ورسره کړی وی؛ اوس به یوه عادي ښځه وم، ستا پلار شتمن و، ما خپل ژوند وپېژند، خو په تللو کې یې سترګې لمدې شي، ورته وايي، نوره ته خپله هوښياره یې؛ پرېکړه دې وکړه.

تبصره
د دې فلم کیسه شاید د مینې عادي کیسه وي، خو د لیکوال کمال دا دی، چې انساني احساسات یې په ډېر ښه ډول ښودلي دي، په فلم کې د شته کسانو رواني حالت انسان احساسولای شي، ډيالوګونه او پېښې یې منطقي دي، حتی دا چې هميلټن بل هلک سره واده کوي، لامل یې هم دا دی چې نووا ترې خپه شوی و او دا فکر کوي، چې هغه هېره کړې ده، ګنې اوو کالو کې به یې یو ځل د دې پوښتنه کړې وه.
په فلم کې د نووا (فلم هلک) کرکټر او کار د ستاینې دی، په ډېر ښه انداز یې رول لوبولی دی، تر دې چې نووا ډېره په زړه پورې څېره نه لري، خو د خپل تمثیل په مرسته یې صحنې داسې رنګینې کړي، چې دې نیمګړتیا ته یې د لیدونکي پام نه ورګرځي.
یو مهم پیغام په ژوند کې د پرېکړو هم دی، په ژوند کې باید ځېنې پریکړې د احساساتو یا شاعرانو خبره د زړه په خوښه وشي، ځېنې وخت انسان سره یوازې د یوې پرېکړې موقع پاتې وي او دا هغه موقع وي، چې وروسته د انسان په ټول ژوند اغېزه کولای شي. په دې فلم کې هم تر ټولو ستونزو وروسته نجلۍ ته یوه موقع په لاس ورځي، چې هغه په کې سمه پرېکړه کوي او ژوند یې یوه مثبت خواته حرکت کوي.

په زړه پورې ټکي:
۱ – فلم پر ناول جوړ شوی او ناول د یوې رښتینې کیسې پر بنسټ لیکل شوی دی.
۲ – په فلم کې زړه ناروغه ښځه د فلم د ډایرکټر مور ده.
۳ – په فلم کې د هلک د رول له پاره ښایست په نظر کې نه دی نیول شوی.
۴ – په فلم کې، چې هلک او نجلۍ اووه کاله وروسته مخېږي؛ دا صحنه اول ثبت شوې ده.
۵ – د فلم نجلۍ د دې فلم له پاره له نهو کسانو سیالي ګټلې ده.
۶ – د فلم هلک او نجلۍ دواړه د لندن په یوه روغتون کې زېږېدلي دي.
۷ – د فلم هلک د سترګو تور لینزونه نصب کړي وو، ځکه په همدې فلم کې زوړ سړي تورې سترګې لرلې.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فلم: The Notebook
لارښوود: Nick Cassavetes
ژبه: انګلیسي
هېواد: امریکا
ریلیز: جون ۲۵، ۲۰۰۵
موده: ۱۲۴ دقیقې
لګښت: ۲۹ میلیونه ډالر
کاروبار : $115,603,229





