د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور په ریاست کې د حمزه بابا په ۲۱ تلین او یو ورځني سیمینار کې ډېرو ویناوالو د بابا د اثارو او شعري اصطلاحاتو په اړه د لا ډېرې مطالعې غوښتنه وکړه.
دوی هر یو په خپلو مقالو او ویناوو کې بابا د پښتو ژبې د معاصرې شاعرۍ نوښتګر او پښتو غزل ته د نوې ساه پوکوونکی ګڼلو او ټینګار یې کاوه، چې د ښه ادب لپاره باید حمزه بابا ولوستل شي.
ښاغلي دوست په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، کاش داسې کسان ډېر شي، چې د حمزه بابا کلیات په غور ولولي، پیچلي موضوعات یې په نښه کړي او بیا یې تشریح کړي.
ښاغلی دوست ارواښاد حمزه بابا، څو اړخیز شخصیت ګڼي او وايي، چې بابا که له یوې خوا یو قومي مشر او د خپل قوم او ژبې سرسخت مینوال و، نو له بلې خوا د فلسفي فکر څښتن، تصوفي عقیدې او مسلمان انسان و.
ویناوالو وویل، چې بابا کلاسیکه او معاصره شاعري ژوره مطالعه کړې وه او د دواړو په پام کې نیولو سره يې پښتو شعر په ځانګړي ډول غزل ته نوی رنګ ورکړ.
دغه سیمینار ته د ننګرهار مېشتو فرهنګیانو او د ننګرهار پوهنتون استادانو سربېره د هیواد د ځينو نورو سیمو څخه هم شاعران او فرهنګیان راغلي وو.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رییس اورنګ صمیمم وویل، چې حمزه بابا په ژوند او فن خبرې او کار کول، کلونه، کلونه خوارۍ ته ضرورت لري.
په غونډه کې د اطلاغاتو کلتور وزارت د وزیر پیغام تر څنګ د ځېنو نورو ادبي او فرهنګې ټولنو پیغامونه هم ولوستل شول.
د ننګرهار د اطلاغاتو او فرهنګ ریاست لخوا د حمزه بابا د ۲۱ م تلین په مناسبت دغه سیمینار د ۱۳۹۳ کال د حوت میاشتې په ۲۰ مه جوړ شوی و.





