هرات کې د ماشومانو ادبیات؛ د ماشومانو مطالعه ډېره شوې

یو شمېر هراتي کورنۍ هڅه کوي چې ماشومتوب کې کتاب سره د ماشومانو دوستي بنسټیزه کړي.

ایمان‌الطاف هرات کې ۸ کلن ماشوم دی چې کورنی یې دی له همدا اوسه کتاب لوستلو ته هڅولی دی.

ایمان نسبت نورو ماشومانو ته په ډېر څه پوهېږي.

دی د حکایتونو یو کتاب لولي چې له هغه یې د مشرانو احترام، د نورو خبرو ته غوږ نیول، له دروغو ډډه او نور ډېر ټولنیز موارد زده کړي‌دي.

مهر نوش لس کلنه ماشومه ده چې د ماشومانو ډېر کتابونه یې لوستي دي. هغه وايي، هغه څوک چې کتابونه لولي؛ ډېرو شیانو باندې پوهېږي.

مونا ضیايي هرات کې بله ۱۲ کلنه ماشومه ده چې خپلې خبرې په ژبه نه بلکې، په کلمو وايي.

مونا له تېرو دوو کلونو راهیسې د کیسو بیلا بېل کتابونه مطالعه کړي‌دي.

مطالعې د دې ماشومې د لوستلو او لیکلو توان دومره لوړ کړی چې اوس په‌خپله کیسې لیکلی شي.

د دې د کیسو له جملې یوه د ژمنیو رخصتیو په اړه ده چې په هغې کې یې د لوبو ترڅنګ دا موارد هم ذکر کړي چې له رصختیو څنګه استفاده وشي.

هرات کې د ایمان او مونا په څېر ډېر نور ماشومان هم شته چې د خپلې کورنۍ په هڅو او کوښښونو یې د لوبو پر ځای د کتاب لوستلو ته مخه کړې‌ده.

اوس کورنۍ هم دې پایلې ته رسېدلي چې د ماشومانو د استعدادونو د پرمختګ یوازینۍ لاره له کتاب سره مینه ده.

هرات کې مېرمن مرزیه وايي، هڅه کوي چې خپل اولادونه له کتابونو سره اشنا کړي او داسې یې وروزي هر ډول کتاب ورته وپېري.

له‌دې سره هرات کې کتاب‌پلورونکي دغه ولایت کې د ماشومانو کتابونو د پلورلو له زیاتوالي خوښيي څرګندوي.

هرات کې دوه کتاب پلورونکي محمود او خالد اروند وايي، له کتابونو د کورنیو مینه د دې سبب شوی چې د ماشومانو د کتاب بازار ښه شي.

د دوی په خبره، دوی د ماشومانو د علمي کچ هر ډول کتابونه لري او کتاب‌پلورځي هم هڅه کوي چې د ماشومانو کتابونه ډېر چاپ کړي.

له‌دې سره یو شمېر ټولن‌پوهان مجازي فضا او مبایلونو ته د ماشومانو د لاس‌رسي په مخنیوي ټينګار کوي او وايي، د ماشومانو شخصیت‌جوړولو له‌پاره تر ټولو غوره لاره، کتاب لوستلو ته د ماشومانو هڅول دي.

د ټولن‌پوهانو په اند، کتاب او کتاب لوستل نړۍ کې پرمختللو علومو سره د بلدتیا له‌پاره د هرې ټولنې له اړتیاوو څخه دي او د کتاب لوستلو فرهنګ د بنسټیزه کولو له‌پاره اړتیا ده چې کورنۍ د ماشومتوب له دورې خپل ماشومان له کتاب سره اشنا کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام