
د ډېسمبر ۲۸مه نېټه د سینما له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. په همدې پار نن د سپېدارماڼۍ په اجرایوي ریاست کې د مهرګان فېلم څلورمې نړۍوالې جشنوارې پرانېسته وشوه.
د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې جشنوارې په مراسمو کې د ګډون پرمهال د غونډې برخهوالو ته وویل چې د رسنیو او ټولنیزو شبکو په موجودیت کې هنرمندان د خلکو ترمنځ د یو بل منلو په برخه کې مهمه ونډه لرلی شي او کهچېرې پام ونهشي؛ د خلکو ترمنځ تفرقه اچولی شي.

د مهرګان فېلم څلورمې دورې نړۍوالې جشنوارې منشي عليمحمد کیان وايي چې فرهنګ او هنر د افغان سیاستوالو او چارواکیو په ضمیر کې لږ ځای هم نهلري. د ده په وینا، د افغانستان د سینما لومړي نسل سینماګران له هېواده کډه شوي او پرته له پوهنتونې محصلانو هېڅوک فېلم نه جوړوي.
د افغانستان سینماګران او هنرمندانو تل د هنر په اړه د افغان چارواکیو له بېپامۍ نه شکایت کړیدی.





