.jpg)
په بامیانو کې د دمبورې لومړنۍ جشنواره، بومي موسیقۍ او د دغې الې په علمي ډول غږولو په موخه ترسره شوه.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس احمدحسین احمدپور د دغې جشنوارې اصلي موخه په بامیانو کې د ګرځندوی صنعت پرمختګ او د سیمهییزې موسیقۍ پراختیا په ګوته کړه.

په جشنواره کې ځينې ګډون کوونکي وايي، چې دا شان برنامې د خلکو ترمنځ د مینې زیاتوالي لامل کيږي او خلکو ته خوشحاليانې بخښي.
د راپور پر بنسټ، د جشنوارې په څنډه کې د لاسي صنایعو نندارتون هم شته، چې د جشنوارې ګډون کوونکي ترې لیدنه کوي.
.jpg)
دا جشنواره په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د بامیانو د عالمانو شورا د دغې جشنوارې د ترسره کېدو سره مخالفت کړی و او ویلي و، چې باید لغوه شي.





