
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد، شاعر لیکوال او تحلیل ګر محب بارش د زړه درېدو له امله په ۶۶ کلنۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
محب بارش په فارسي ژبه بېلا بېلې مقالې او لیکنې کړي دي او همدا ډول د«یک روز بیدروغ»او «زمزمههای کاغوش» یې له مهمو اثارو څخه شمیرل کيږي.
د محب بارش د مرګ د خبر خپرېدو سره سم په ټولنیزو رسنيو کې د ارواښاد په اړه لیکوالو او فرهنګيانو تبصرې او نظرونه لیکلي دي.
شاعر او لیکوال یاسین نګاه وايي، چې دمحب بارش مړينه د افغانستان فرهنګي کورنۍ ته ضایعه ده او هغه د افغانستان د معاصر شعر له لوړو لېکوالو څخه و.
نګاه د افغانستان له فرهنګيانو او شاعرانو غواړي، چې د بارش ناچاپ اثار چاپ کړي او دهغه د هڅو او فعالیتونو درناوی وکړي.
د خدای بخښلي بارش نږدې ملګري وايي، چې په ورستيو کې هغه د بېلا بېلو لاس تنګۍ او غربت د ستونزو سره لاس او ګریوان و.





