
دغه جلۍ کنګنا نوميږي، چې د شاهروخخان په شان په نورو خانانو پسې یې عجیبې خبرې کړې.
دا وايي، چې هېڅکله به د شاهروخخان په ګډون له نورو خانانو سره په فلم کې کار ونهکړي، ځکه خانان نن سبا د دې په شان نجونو باندې د خپل فلم نوم جوړوي او نجونو ته د دوی په شان د شهرت زمینه نه برابرېږي.
د هغې په خبره، شاهروخخان، سلمانخان او امرخان درې هغه خانان دي، چې هر څه يې په انحصار کې نیولي دي، چې له همدې امله له دوی سره په فلم کار نهکول د دې د هنري ستراتيژۍ یوه برخه ده.
د کنګنا دغه خبره ځکه د هندي سینما (بالیوډ) چینلونو او رسنیو په سر ټکو بدله شوې، چې په هندوستان کې د لومړي ځل لهپاره داسې نجلۍ پیدا کيږي، چې له خانانو سره په فلمونو کې له کار کولو نه ډډه کوي.

د هغې دلیل دا دی، چې خانان د همدې نجونو په واسطه خپل فلمونه مشهوروي، چې دا کار د خانانو د شهرت باعثېږي، نه دا چې د خانانو له امله دې نجلۍ شهرت ومومي.
کنګنا په بالیووډ فلمونو کې د مشهورو ډایرکټرانو له خپلويپاللو هم پرده پورته کړې ده.
هغې پر مشهور ډایرېکټر کرن جوهر باندې تور پورې کړی، چې د لیاقت پر بنسټ نه، بلکې فلمونو ته اداکارن د خپلوي او شخصي اړیکو له مخې غوره کوي.
جوهر په دې اړه څه نهدي ویلي.

د کنګنا په خبره، تر اوسه یې پرته له خانانو شهرت ترلاسه کړی او لهدې نوره نهشي مشهورېدلی.
که څه اوسمهال د خانانو سره کار کول د هرې فلمي ستورې په یو ارمان بدل شوی؛ خو ګنګنا بیا په دې برخه کې انکاري ده.
درېواړو تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.





