
د هرات د ښځو د فلم څلورمه نړېواله جشنواره تېره ورځ (یک شنبه اکټوبر ۲۲مه) په کابل کې پای ته ورسېده.
په دغه جشنواره کې په لسګونه داخلي او خارجي هنرمندان او ځينې نور حکومتي چارواکي ګډون کړی و.
د "خانۀ فیلم رویا" مشرې او د دغې جشنوارې یو تن جوړونکې رویا سادات وویل، چې په سینما کې د ښځو د حضور په اړه يې خورا زیاتې ستونزې ګاللې دي.
نوموړې زیاته کړه، چې د سینما کار يې په ډېرو کمو امکاناتو پېل کړی او د سور فرش پرځای يې په تورو خاورو او ناامنیو کې خپل غږ پورته کړی.
سادات وايي، د هنر څخه په استفادې سره باید اجازه ور نه کړو، چې جنګ ارزښتونه له منځه یوسي او فلم جوړونکي د دغه هدف د تحقق وړتیا لري.

د دغې جشنوارې یو بل تن ګډون کوونکې او د "ارمان شهر" رییسې ګیسو جهانګیري وویل، چې دوی ۴ کاله مخکې د دغې جشنوارې بنیاد د مارچ په ۸ مه د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت کېښود، خو پر وینا يې "باور مو نه کېده، چې یوه ورځ به له نړۍ څخه فلم جوړونکي او هنرمندان راځي او ګډون په کې کوي".
نوموړې زیاته کړه، چې د "لوبو سامان راوړې، ټوپک مات کړئ او یو بل سره سندرې ووایو" د دغې جشنوارې اصلي پيغام دی.
عاقله رضایي، احسانالله وکیلي، فرشته صافي، فیضه امیني، خادمحسین بهنام، صدام دلاور، صدام واحدي، سیداحمدضیا ابراهیمي، شفق سیاهپوش، یاسین یاوري، سېدجلال روحاني، شمیم حقشناس، حکیم سروش، عبدالله رضایي، غلامرضا جعفري، امید مرزبان، صامره رضایي، فرحناز یوسفي، زینب انتظار، غفار آزاد، رضا جعفري، مهدي پویازاده او ویگا مقربي هغه فلم جوړونکي او هنرمندان و، چې په دغه جشنواره کې تشویق شول.

په افغانستان د دري ژبې لنډو کیسو لیکوونکی رهنورد زریاب سینما ته د افغان حکومت د نه پاملرنې له امله اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د سینما وضعیت ډېر خراب دی او حتا په پر وینا يې په کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې یو سینما هم نشته.
زریاب وايي، چې که د افغانستان د هنرمندانو اوسنی وضعیت د ۵۰ کلونو پخوا سره پرتله کړو، نو په نتیجه کې به پوه شو چې اوسمهال سینما په افغانستان کې نسبت هغو کلونو ته ښه وضعیت نه لري.
هغه زیاته کړه، چې حکومت د هنرمندانو د امنیت په برخه کې هم تر اوسه څه نه دي کړي.

د "افغان فلم" رییس ابراهیم عارفي وايي، چې دغه جشنواره په سیمه کې لومړنۍ جشنواره ده، چې په فلمونو کې ښځو ته د رول ورکولو په برخه کې په کار پېل کړی.
په یاده جشنواره کې ځينو د دولت په اداري برخو کې د ښځو د ونډې له امله اندېښنې څرګندې کړې.
دوی ویل، چې په دولتي ادارو کې په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې د ښځو کم رنګه رول د اندېښنې وړ مسله ده.
د هرات د ښځو فلم د څلورم جشنوارې یو بل تن ګډون کوونکې کرسي ماتیلا وویل، چې سږکال په دغه جشنواره کې له افغانستان، هند، میانمار، ترکیې، فرانسه، مصر، ایټالیا، بریټانیا، بلژیک، ایران، روسیه، امریکا، لبنان، ویتنام، چین، بنگلهدیش، قزاقستان، المان، پرتگال او جنوبي کوریا هېوادونو څخه جوړ شوي فلمونه یو له بل سره رقابت وکړ.

فاطمه معتمداریا، انا ترزدي، سمریتي انوایتا او همایون پاییز د دغې جشنوارې د فلمونو په اړه د پریکړه کوونکو له ډلې څخه وو.
په دغه جشنواره کې له المان څخه تر ټولو ښه غږ جایزه روزا روکس ته د "زما فضا" فلم له امله، له هند څخه سویر پاسان ته په فلم اخیستلو کې تر ټولو ښه مدیرې "جغد شاخدار" فلم له امله نه ترلاسه کړه.
همدارنګه له روسیې نه اوکاترینا اوګرینا په نوم "ارزښت" نومي فلم کې د تر ټولو ښه اداکارې جایزه وګټله.
یو بل لبناني ته د "سام خوري فلم" په اړه تر ټولو د ښه اداکار جایزه ډالۍ شوه، چې د فلم نوم يې "د جامع کلیسا نابینا" و .

په داستاني فلمونو کې بیا جایزه فرانسوي کامیل فونتین د "تصادفي" په نوم فلم کې ترلاسه کړه.
د "آب" فلم جوړولو له امله د سید جلال نوراني په نوم یو تن جایزه وګټله.
تر ټولو د ښه مستند جایزه "صحنه های از یک طلاق" فلم له امله دوو تنو شیرین برق او محمد رضا جهان پناه ته ورکړل شوه.
د لومړي ځل له پاره د هرات د ښځو فلم نړېواله جشنواره په ۱۳۹۱م لمریز کال کې ترسره شوه او په سیمه کې لومړنۍ د ښځو په اړه جشنواره ده، چې په تېرو درېيو دورونو کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د ۱۰۰۰ فلمونو کوربه و.
سږکال د نړۍ له ۲۰ هېوادونو ۲۰۰ فلمونه د رقابت ډګر ته حاضر شوي و.





