
د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون د محمداغې، خوښۍ او خروار ولسوالیو کې له دوو اونیو راهیسې ځېنې تاریخي سیمي راسپړل کېږي.
د دغه ولایت ځېنې اوسېدونکي وايي، چې یوه ډله کسان د دغه ولایت په ځېنو تاریخي اثار او قیمتي ډبرې سپړي او سیمه ییزو چارواکیو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د لوګر محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي سباوون سلام وطندار ته وویل، چې یو ځل بیا په محمداغې ولسوالۍ کې د کرومېټو قاچاق شروع شوی او هره شپه زیات شمېر موټرې له دې ځایه کرومېت قاچاقوي او پاکستان ته یې وړي.
دی وايي، چې تر اوسه سیمه ییزو چارواکیو په دې اړه هېڅ کار نه دی کړی او په وینا یې، چارواکي په خپله په دې فساد کې لاس لري.
بل لورته د لوګر د ولایتي شورا رییس سید قریب الله سادات سلام وطندار ته وویل، چې د خروار ولسوالۍ اوسېدونکیو ورته شکایت کړی، چې د دغې ولسوالۍ "کافرکوټ" تاریخې سیمه د یو شمېر قاچاق کوونکیو له لوري راسپړل شوې او کېندنې په کې روانې دي.
سادات زیاته کړه، په دې اړه یې خپلې اندېښنې له امنیتي ځواکونو سره شریکې کړې دي او ژر ده، چې مخه یې ونیول شي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح هم مني، چې د دغه ولایت په ځېنو ناامنه سیمو کې د تاریخي او قیمتي ډبرو قاچاق او کېندنې روانې دي او زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونه په ځانکړې توګه ولایتي ادارې يې تر ډېره مخنیوی کړی دی.
صالح وویل، د قیمتي ډبرو د قاچاق او ناقانونه کېندنو په تړاوو د لوګر د کانونو رییس اجمل سهاک هم نیول شوی او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی دی.
د لوګر په مرکز پل علم، محمداغې، خوښۍ، خروار او ازرې ولسوالیو کې تاریخي سیمې او د قیمتي ډبرو کانونه موجود دي، چې قاچاق کوونکي یې راسپړي او د خرڅلاو په موخه یې ګاونډي هېوادونو ته لېږدوي.





