.jpg)
سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار نن (شنبې) د ۹۳ کلونو په کابل کې د ابد لهپاره لهدې دنیا سره خدای په اماني وکړه.
ارواښاد بختاني تحقیقي، تخلیقي، تحلیلي او ګڼ نور څانګیز اثار له پارسي، عربي، روسي او اسپانوي ژبو نه په هنري انداز منثورې او منظومې ژباړې کړېدي. ارواښاد استاد بختاني له پښتو او ګڼو نور ژبو پارسي ته هم ډېر اثار ژباړلي دي. دی نه یوازې د پښتو ژبې لیکوال او څېړونکی و، بلکې په پارسي یې هم ډېر زیات اثار پنځولي دي.
ارواښاد عبدالله بختانی خدمتګار د ننګرهار ولایت د سرهرود ولسوالۍ چهارباغ سیمې ته څېرمه د بختان په کلي کې زېږېدلی و.
عبدالله بختانی خدمتګار د ویښ زلمیانو د ګوند وروستی مبارز بنسټګر و چې د ده په تګ د دې ګوند بنسټګران ټول یو په بل پسې وکوچېدل. دی د خدايي خدمتګار او باچاخان د لارې لاروی هم و او ویل کېږي چې له باچاخان سره ډېر نږدې پاتې شویو.
.png)
خدای بښلي خدمتگار خپلې لومړنۍ زدهکړې پهخپل کور کې له خپل مور او پلار نه پيل کړې او بيا یې له نورو استادانونه عربي، ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، د فقهې اصول، د حدیثو اصول، عقايد، ميراث، صرفونحوه، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق د ننگرهار او کابل په ولسي مدرسو کې، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار لوستي دي او د مولوي درجې ته رسېدلى دى.
تر دې وروسته يې بيا پارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او د رياضي درسونه د هماغه وخت د ولسي مدرسو په معيار سرته رسولي دي. تاريخ، جغرافيه، فزيک، کيميا او بيالوژي يې (د بکلوريا په معيار) په شخصي توگه مطالعه کړې. په فلسفه، ټولنپوهنه، سياست او ارواپوهنې کې يې پراخه مطالعه لرله.
ارواښاد استاد خدمتګار په پښتو ژبه کې څوک استاد نهلري او خپله د خپل ځان ښوونکى و. په پښتو شعر او ادب کې يې لارښود استادان، استاد گل پاچا الفت، استاد قيامالدين خادم، استاد صديقالله رښتين او استاد عبدالروف بېنوا وو.
هغه په روسي ژبه ښه پوهېد. له ۱۹۶۳ – ۱۹۶۴ ز. کال پورې د مسکو ښار د لومونوسوف په دولتي پوهنتون کې د روسي ژبې او ادبياتو زدهکړه تر لاسه کړې او د ژبې د تدريس او درسي موادو د تيارولو د ميتود په برخه کې يې ډيپلوم اخيستی دى. د ترجمې د ميتود کورس يې هم هماغلته په برياليتوب پاى ته رسولى دى.
.jpg)
خدای بښلي استاد خدمتګار د خپل ژوند زياته برخه د هېواد په علمي، تعليمي، څېړنيزو، ادبي، ژورناليستي او ملي خدمتونو کې تېره کړېده چې د ځېنو مهمو دندو لنډيز یې راخلو. ارواښاد استاد ٢٣ کاله په پښتو ټولنه او ١٤ کاله په علومو اکاډمي کې په علمي او څېړنيزو فعاليتونو بوخت پاتې شوىدى.
د ١٣٣١ ل. کال کې د پښتو ټولنى مسلکي غړى شو.
په ١٣٣٩ ل. کال کې د پښتو ټولنې مسلکي غړى شو. د دې ټولنې د ادبياتو لوى مدير او بيا د ریيس مرستيال شو او په ١٣٥٤ ل. کال کې يې د څېړندوى علمي درجه تر لاسه کړه.
په ١٣٦٤ ل. کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړى شو، دوه کاله د علومو اکاډمي د غړيتوب سره د افغانستان د ليکوالو د ټولنې د رياست مرستيال او لومړى منشي هم و. بيا د علومو اکاډمي د علمي غړي په توگه پاتې شوىو او په ١٣٧٣ ل. کال کې متقاعد شوى.
.jpg)
په ١٣٨٢ ل. کال کې د علومو اکاډمي د ضرورت لهمخې تقاعد يې رفع او د ١٣٨٥ ل. کال د وږي مياشتې تر پيله پورې يې د دې اکاډمي د مشر علمي غړي په توگه خپلو علمي وظايفو ته دوام ورکړى او بيا تقاعد شوىدى.
د ارواښاد استاد وروستۍ دولتي رتبه مافوق ده. خدای بښلي خدمتګار په ١٣٥٥ ل. کال کې د پښتو ټولنې لهخوا د څېړندوى لوړه علمي درجه تر لاسه کړې، وروسته د علومو اکاډمي له لوريدغه علمي درجه د سر محقق په علمي درجه واوښتله او په همدې درجه ومنل شو. دغه درجه د پوهنتون د پوهاند يا «پروفيسر» له درجې سره معادله وه.
له ارواښاد استاد بختاني خدمتګار نه شاوخوا ۱۱۰ چاپ او ناچاپ اثار پاتې شول.





