فلم داسې پيل کیږي، چې د کشمیر په سیمه کې په یوه لرګین کور کې ناروغ په کټ پروت دی او له درده فریاد کوي، ډاکټر ورته پيچکاري کوي، خو د تللو په وخت کې ولاړ وسله وال ساتونکي ته وایې ناروغ داسې نه ښه کیږي، عملیات باید وشي، وسله وال ورته وایي چې موږ دومره لوی خطر نه شو اخیستی، دا له دې ځایه بیرون بوتلل خطر پيښولای شي، ډاکټر ورته ووايي سمه ده: سبا به اخبار کې راشي چې ( …) ډلې مشر اخلاق د اپنډکس د چاودیدو له امله مړ شو، وسله وال ورته ووايي ښه عملیات به چیرته کوو؟ ډاکټر ورته خپل کور وښيي…
غزاله ( تابو) د حیدر مور او په یوه ښوونځي کې ښوونکې وي، په لاره د امبولانس په لیدو یې تلوسه شي، کور ته چې لاړه شي اوبه تودوي، خپل خاوند ( ډاکټر) ته غوسه وي چې ولې یې ناروغ کور ته راوستی دی او بیا ترې پوښتنه وکړي چې ته کومې خواته یې؟ ( هند که پاکستان؟) ډاکټر موسکی شي، ورته ووایي چې زه د ژوند پلوی یم، سبا په لاډسپیکر کې اعلان وشي، چې پوځ راغلی دی او ټول خلک دې بیرون راووځي، ډاکټر چې وځي نو میرمن ته وايي چې پام دې ونیسه، ګني ټول کور به وسوځیږي، میرمن یې ورته ووايي او حیدر ، ډاکټر ووایي، خدای د حیدر ساتونکی دی.
په پوځي موټر کې مخ پټی سړی ناست وي، هر کس د موټر مخې ته ودریږي، سړی یې ګوري او د شکمن کس په لیدو هارن وهي، ډاکټر چې د موټر مخې ته ودریږي اوږد هارن ووهل شي، پوځیان راټول شي، ډاکټر ونیسي او په کور يې برید وکړي، په کور کې شته وسله وال جګړه پیل کړي، تر اوږدې شېبې جګړې وروسته کورپه راکټ ولګیږي او اور واخلي….
د حیدر په ژوند کې د بدلون اصلي ټکی همدا د کور سوځیده دي، خو د کور ددې سوځيدو اصلي ریښې له دې وخته مخکې دي او محرکات یې هم بیلابیل دي چې وروسته په فلم کې ښکاري.
حیدر له ( علي ګړ) پوهنتون نه خپل کلي ته راشي، کور یې سوې وې، مئينه یې ( شارده کپور) ورسره شي، هغه ځايي خبریاله وي، حیدر د خپل کاکا (خرم) کور ته لاړ شي، پردې ته ودریږي، کاکا یې سندره وایي، مور یې خاندي، بیا ورته ووايي سندره دې بې خونده ده، کاکا یې ورپورته شي ورته ووایي تاته مې زارۍ وکړې چې شاګرد مې که، تا شاګرد نه کړم، ګني ښه به مې ویله اوس راته ته سندره ووایه، غزاله ( تابو، د حیدر مور) سندره پیل کي، خرم ورته نڅیږي، په همدې وخت کې یې سترګې په حیدر ولګیږي، حیدر ته خپل نوم (جانا) ورغږ کړي، ستړي مه شي ورسره وکړي، حیدر ته دا هر څه ښه نه ښکاریږي، کاکا یې ورته ووایي چې ډاکټر صیب به زر بیرته راپيدا کړو، حیدر ورته ووایي، فکر نه کوم … ځکه تاسو چې دومره سره خوشاله یئ فکر نه کوم چې د پلار پیدا کیدل مې ښه وګڼئ.
حیدر په غوسه له کوره وځي، خرم خپلو جاسوسانو ته ووايي چې حیدر ځان سره وساتي او نظر بند پرې کوي، دواړه جاسوسان د حیدر ملګري وي، د حیدر د فعالیتونو خبر خرم ته ورکوي، حیدر په خپل پلار پسې ګرځي، په همدې وخت کې د هند حکومت په کشمیر کې د اخوان المخبرین په نوم یو تحریک رامنځته کړی وي چې مشري یې خرم کوي، خرم ټاکنو ته ودریږي، او حیدر سره وعده وکړي چې ټاکني وګټي نو پلار به یې حتمن پيدا کوي.
اخوان المخبرین تحریک په هندي کشمیر کې د هغو خلکو خبر د هند حکومت ته ورکوي چې د کشمیر د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي، په دې کې ډير خلک پټ ووژل شي، د حیدر د پلار هیڅ معلومات نه کیږي، ډيرې ورځې وروسته د حیدر مئینه چې د یوه پوځي لور وي، په یوه کوڅه کې روانه وي چې د روحدار ( عرفان خان) ووینئ، په همدې کوڅه کې یو هلک د کور مخ ته ولاړ وي، مور یې وایي په زوی مې څه شوي دي؟ راشي او کور ته نه ننوځي، روحدار راشي تالاشي یې کړي بیا هلک کور ته ننوځي، روحدار ووايي (دا خلک اروايي ناروغ شوي دي، تر څو چې تالاشي نه شي په یوې دروازې هم نه شي ننوتلای) ، شارده کپور مخکې وي او روحدار ورپسې، بیا ورته ووایي چې حیدر ته مې د هغه د پلار یو پيغام راوړی دی، په دې شمیره دې اړیکه ونیسي.
حیدر ورسره اړیکه ونیسي، هغه یې د وسله والو یو پټنځای ته په تړلیو سترګو بوځي، هلته ورته روحدار کیسه وکړي چې پلار دې ماسره بندي وو، په هغه شپه چې وسله وال ستاسو په کور کې وو، مور دې خرم ته وویل او خرم پوځ ته وویل، خرم یوازې غوښتل چې ستا پلار ورک کړي او مور سره دې نکاح وکړي، دلته معلومیږي چې د پوځيانو په موټر کې ناست مخ پټي سړی خرم ( د حیدر کاکا) و، بیا ورته کیسې وکړي او ورته ووایي چې پلار دې ویل چې حیدر دې زما انتقام واخلي، له خپل کاکا نه، هغه دې په هغو سترګو وولي چې دده مور ته یې په بده کتلي وو.
حیدر ترې یوه تمانچه واخلي او بیرته خپل ځای ته راشي، ښایستوکي زلمکي حیدر سر کل کړی وي او ځان یې لیونی کړی وي، د ښار په منځ کې ولاړ وي او وینا کوي، خلک ورته راټول وي چې د لیوني کیسې واوري، د حیدر مور خرم سره په موټر کې ناسته وي، دواړه راکوز شي حیدر د خلکو له منځه راوباسي، راشي د موټر شیشې ته ودریږي او خپلې مور ته وایي: ته خو به اوس خوشاله یې، ځکه اوس نیمه کونډه نه یې ( د ورکو شویو خلکو میرمنو ته نیمې کونډې وایي)، ځکه پلار مې مړ شوی دی او دا یې عکس دی. هغه یې ځان سره کور ته بوځي، په همدې وخت کې خرم اعلان وکړي چې غواړي د حید رله مور سره نکاح وکړي، په نکاح کې حیدر ناست وي هر څه اوري، د شپې خپلې مور سره خبرې کوي ورته وایي تا مې پلار ولې وواژه، مور یې ورته وایي ما نه دی وژلی، ته مې علي ګړ ته ځکه ولیږلې چې پوهیدم ته له پولې پورې ( پاکستان) ته ځې او جنګیالو سره یو ځای کیږې، زما په زړه کې ستا پلار ته کرکه نه وه، حیدر ورته ووایي خو کاکا ته مې دې زړه کې څه وو؟
تابو هیڅ ځواب ورنه کړي، بیا حیدر یوه سندره وایي او په سندره کې دا ټوله کیسه وکړي چې خرم یې څنګه پلار وواژه، خرم ورته وايي چې ښه کیسه وه، خو لیکوال یې لکه چې روحدار و؟، او تاته خو یې زما د وژلو لپاره تمانچه هم درکړې وه.
د تمانچې د خبرې په اوریدو حیدر خپلې معشوقې ته وګوري، او هغه یې پلار ته وګوري، یعنې خبره دې خپلې معشوقې ته کړې وه، هغه یې پلار ته او بیا تر خرم رسیدلې وه.
اوس څه وکو، ستا د لیونتوب درملنه وکړو که ځان درباندې ووژنو، حیدر کور ته لاړ شي، د شارده کپور پلار ورته ووایي چې دی بوځئ او ویې وژنئ، دوه جاسوسان ( د حیدر ) ملګري ورسره شي، په لاره کې حیدر هغوی دواړه ووژني، او خپله هدیرې ته لاړ شي، هدیره کې یې ورته نور پراته وسله وال ( چې ځانونه منجوران ښيي) ووایي چې ځانته قبر وکنه او پکې څمله، دوی ناست وي، چې هدیرې ته مړی راوړي، مړی د حیدر د معشوقې وي، حیدر غوسه شي د خپلې معشوقې ورور ووژني، خبره تر خرم لاړه شي او خرم د شارده کپور پلار ته تسلي ورکړی چې حیدر به حتمن وژني او ستا د زوی د وژلو بدل به ترې اخلي.
غزاله ( تابو، د حیدر) مور ددې خبرې په اوریدو حیرانه شي، ځکه حیدر ورته ګران وي، روحدار ته زنګ ووهي، حیدر د خپلې معشوقې مړی ځان سره خونې ته وړی وی، خرم په پرې برید وکړي، دوی مقاومت وښيي، خلک مړه شي، په خونې د راکټ برید وکړي، نیم کور وسوځي، حیدر لا ژوندی وي، دویم ډز چې کوي د حیدر مور راشي، خرم ته وایي که ماسره مینه لرې یو ځل مې د حیدر لیدو ته پریده، هغه اجازه ورکړي، د حیدر مور حیدر ته ووايي چې ځان تسلیم که، حیدر یې نه مني، بیا یې مور ورته ووایي چې د انتقام نه ځان خلاص که، انتقام جګړه ده، انتقام سوله نه شي راوړی، انتقام ازادي نه ده، اصلٍي ازادي به هله وي چې ځان د انتقام له جذبې خلاص کړې، غزاله له خونې راووځي، د هدیرې په منځ کې په ځان پورې تړلی بم والوځوي، حیدر ورپسې رامنډې وهي، خرم ټپي پروت وي، حیدر تمانچه راواخلي، د خپل پلار وصیت وریاد شي، د خرم سترګو ته تمانچه برابره کړي، بیا یې د مور خبره وریاده شي، چې انتقام ازادي نه ده، چغې کړي او له خرم نه روان شي، دې سره فلم هم ختم شي.
کتنه:
فلم په کشمیر کې د پوځيانو له خوا د نیولو شویو او ورکو شویو (Disappear) ځایي خلکو په ژوند جوړ شوی دی، د فلم لوکیشن او صحني بندي دومره طبیعي ده چې د کشمیر په اړه تصور او د شته حالت درک پکې ډير په اسانه درک او احساسیدلای شي.
ټابو او شاهد کپور ته ورکړل شوی رول ډير ښه ادا شوی دی، شاهد کپور تر 2014 کال پورې زیاتره په اکشن او کومیډي فلمونو کې راڅرګند شوی دی او که ډرامه وه هم دومره جدي نه وه لکه حیدر، په حیدر کې تر نیمايي پورې د شاهد کپور رول تقریباً د یوه عادي انسان دی خو وروسته چې دی باید ځان لیونی وښيي او د یوه درد ځپلي انسان ژوند او حالت تمثیلوي نو دا رښتیا هم د یوه ښه هنرمن کار دی چې د شاهد کپور په ښه ډول ترسره کړی دی.
د شاردا کپور رول په فلم کې تقریباً یو کومکي رول دی، ځکه په فلم کې د مینې کیسه دومره نه شته او نه هم شارده کپور ته دومره جدي رول ورکړل شوی دی چې د هغه دې د فلم د کیسې ډيره مهمه برخه وي.
د عرفان خان رول لږ خو ډير زیات قوي دي، ځکه په فلم کې د عرفان خان راګرڅندیدل د فلم د اصلي کیسې پیل او ( مهم ټکی) دی، چې همدا وروسته عادي ځوانکی حیدر په وسله وال حیدر بدلوي.
حیدر فلم که څه هم هند جوړ کړی دی خوپه کشمیر کې د شته حالت مسولیت یو څه هند ته هم راجع شوی دی، په فلم کې د خلکو وهل، بې رحمانه ځورول، ورکول او نور هغه حقایق دی چې د کشمیر خلک ورسره مخ دي او د همدې سیاستونو پر بنسټ پرې بیلابیلې لوبې کیږي.
د کشمیر د ځايي اوسیدونکوحالت په ډير ښه ډول ښودل شوی دی، چې هغوی څنګه په رواني ډول ځورول کیږي، د حیدر په څیر د زرګونو ځوانانو ژوند څنګه تباه کیږي، او دوی څنګه د بلا ډيرو پوښتنو سره بیا هم په کشمیر کې ژوند کوي.
په یوه ډول خو پکې د کشمیر په اړه د هندي حکومت پالیسي هم ننګول شوې ده او پر دې د فکر کولو یوه موقع ورکړل شوې چې ده، کشمیري ځوانان ولې له وسله والو سره یو ځای کیږي او د هند پر ضد وسله پورته کوي.
په ټوله کې فلم سیاسي اړخ لري، او په نړیوالو رسنیو کې پرې ډيرې تبصرې هم شوي دي چې ټولې یې تقریباً مثبتې دي او فلم ستایل شوی دی، او ستایل شوی به ځکه وي چې د یوې مظلومې خطې ته نیم ژواندی حالت ته پکې پام شوی دی.
په فلم نږدې 3.5 میلینونه ډالر لګښت راغلی دی او 10 میلیونه ډالره بازار یې کړی دی دی.
حیدر فلم د Rome award د یوې نړیوالې جایزې تر څنګ په 5 هندي سینمایي جایزې هم اخیستي دي.
فلم : حیدر Haider
لارښوو: ویشال بهارتواج
تولیدونکي او لیکوال : بشارت پير او ویشال بهارتواج
خپرونکی : UTV motions
ریلیز: ۲ اکتور ۲۰۱۴
موده : ۱۶۲ دقیقې
هیواد: هند
ژبه: هندي، اردو





