د فرهنګیانو له‌پاره د میاشتې ۸ زره ډالر کوم حساب ته لاړل؟

د ولسمشرۍ ماڼۍ فرهنګي مشاوریت د میاشتې ۸ زره ډالر د ولسمشرۍ له دفتره فرهنګي چارو ته د رسېدنې په پار ترلاسه کول.

سلام‌وطندار ته به یو رسېدلي مکتوب کې کاږل شوي چې دغه پیسې فقیرو فرهنګیانو، د ټولنو او فرهنګي مرکزونو له‌پاره د وسایلو اخېستلو، په میاشت کې د یو کتاب چاپولو، په مرکز او ولایتونو کې د علمي او فرهنکي سمینارونو جوړولو او له فرهنګیانو سره په مخامخ اړیکو باندې مصرفېږي.

دغه مکتوب د ولسمشر د فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر له لوري په ۲۷/۱۱/۱۳۹۴ کال د چارو ادارې په ادرس لېږل شوی. ولسمشر په ۲/۱۲/۱۳۹۴ کال لاسلیک کړی‌او حکم یې کړی چې ذکر شوې پيسې دې له ۹۱ کډه ورکړل شي.

په هغه وړاندیز شوي مکتوب کې چې سلام‌وطندار ترلاسه کړی؛ د وړاندیز شویو پیسو د لګښت موارد په لاندې ډول راغلي دي:

  • د میاشتې ۵ زره ډالر د فقیرو فرهنګیانو، ټولنو او فرهنګي مرکزونو سره مرستې او هغوی ته د وسایلو اخېستل
  • د میاشتې زر ډالر د یو کتاب د چاپ له‌پاره
  • د میاشتې زر ډالر په مرکز او ولایتونو کې د علمي او فرهنګي سمینارونو د جوړولو له‌پاره
  • د میاشتې ۵ سوه ډالر د فرهنګیانو سره د مستقیمې اړیکې او د هغوی د ښه راغلاست په پار

خو د هېواد ځېنې شاعران، لیکوال او فرهنګي فعالان د دغه ډول دستورالعمل له موجودیت او لګښتونو ناخبري ښيي.

د پوهنتون استاد او لیکوال کاوه جبران وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ فرهنګي مشاوریت د شخصي بنسټ په څېر او سلیقوي ډوله دی، هغه پيسې چې د دولت له خزانې ویستل کېږي؛ یوازې او یوازې د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوند فرهنګیانو ترمنځ وېشل کېږي.

شاعر او فرهنګي فعال محمد جعفريي وايي، تراوسه يې د فرهنګي غونډو د جوړولو او چاپ چارو په پار د حکومت هېڅ ډول مرسته نه‌ده لیدلې. ښاغلی جعفري زیاتوي، حکومت باید د میاشتي ۸ زرو ډالرو لګښت په تړاوو فرهنګیانو او هېودوالو ته قانع او روښانه ځواب ورکړي.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د دغه مکتوب موجودیت او صدور تاییدوي. وايي چې تر یوې مودې پورې د فرهنګي مشاوریت دفتر دغه مرسته ترلاسه کوله؛ خو له څه وخت راهیسې د مرستې نه‌دي شوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ فرهنګي سلاکار وايي، د پيسو د وېش له‌پاره یو میکانیز موجود وو؛ خو دی د دغه میکانیزم او پیسو وېش څرنګوالي په اړه جزیات نه‌ ورکوي.

دغه مکتوب په‌داسې حال کې رابهر شوی چې زیاتره فرهنګي بنسټونه په خراب اقتصادي حالت کې دي او په‌دې کلونو کې ان ځېنو بنسټونو د همدې حالت له کبله فعالیتونه بند کړي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام