په کابل کې د “سولې له پاره زر موسکاوې” تر نامه لاندې يو نندارتون جوړ شو

دغه نندارتون په افغانستان کې د سولې له پاره د بشري حقونو د مطالعاتو بنسټ، له تاوتريخوالي پرته نړۍ بنسټ او څلورو نورو بنسټونو له خوا د دارالامان په ازاده فضا کې د همغې سيمې د خلکو په ګډون پرانیستل شو.

د "سولې په اړه د زر موسکاوې" انځوریز نندارتون جوړونکي وايي، چې په دغه نندارتون کې له سلو زیات انځورونه، چې په ۶ میاشتو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو اخیستل شوي نندارې ته وړاندې شوي.

په افغانستان کې د سولې له پاره د بشري حقونو د مطالعاتو بنسټ مشره لیلا جعفري د دغه نندارتون د موخې په اړه وايي: " د دغه نندارتون تر ټولو عمده تاثیر دا دی، چې د ځوان نسل پېغام د سولې مذاکره کوونکو او ناقضینو ته ورسوي" چې ځوان نسل له نورو سره توپير لري، له خپلو حقونو څخه خبر دي او دوی سوله غوښتونکي او سوله مننوونکي دي.

د کابل پوهنتون استاده خدیجه مرادي د دغه نندارتون په اړه وايي، چې " موسکا د خوشالۍ نښه ده".

د هغه پر خبره، په هره اندازه، چې د یو موضوع په اړه موسکا تبلیغ شي، نو په هماغه اندازه مثبت اثر لرلی شي.

خدیجه زیاتوي، امکان لري، چې زیات خلک د دغو نندارتونو په ارزښت پوه نه شي خو "زما په نظر دا ټول په يوه ټولنه کې د سوکالې او هوساینې سمبول دی "

د دغه نندارتون جوړونکي وايي، چې یاد نندارتون به د ټول افغانستان په ګډون له هېواده بهر هم جوړ کړي.

د سولې له پاره د زر موسکاوې په نوم به دغه نندارتون په راتلونکو څو ورځو کې د کابل په بېلابېلو سيمو کې جوړ شي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام