
د نارنجګل مشاعره هر پسرلی ننګرهار ولایت کې کېږي چې د هېواد پر ډېرو ولایتونو سربېره ورته له خېبرپښتونخوا او بلوچستانه هم لیکوال او شاعران راځي.
سږنۍ مشاعرې ته خبرو کې د هېواد اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر پوهاند رسول باوري وویل، نارنجګل اوس په یوې خاصې سیمې محدوده نهده، بلکې دې مشاعرې اوس ملي بڼه اخېستې؛ ځکه خو په فرهنګي تقویم کې په رسمي ډول ثبت شوېده.
د ننګرهار والي ګلاب منګل د مشاعرې ګډونوالو ته خطاب کې وویل چې نارنج ګل مشاعره ټولنه کې د یووالي او ملګرۍ پیغام لري.
سږني نارنج ګل کې شاعرانو خپلو شعرونو کې د نارنجګل د ستاینې تر څنګ هېواد کې د روانو حالاتو انځورګري کړېوه، غله او فاسده طبقه یې غندلې وه او د سولې د راتګ هیلې یې هم نه وې مړاوې شوې.

ځوان ننګرهاري شاعر انورالحق یرغل د سولې په نه راوستلو کې پښتون قوم ننګولی و او هغه کسان یې غندلي وو چې د افغانانو قاتلینو ته د رهبر خطاب کوي.
شاعر او ممثل ضیاالرحمان لالاخېل او د کونړ طنزیه شاعر رمضان صایم دې مشاعره کې د طنز په ژبه د ولس او وطن پر غلې او فاسدې طبقې لفظي ګوزارونه وکړل او د هغوی کړنې یې وغندلې.
سږني نارنجګل کې د مشاعرې تر څنګ د کورنیو صنعتي توکیو درې ورځنی نندارتون هم جوړ شویو چې ګڼ ولسي خلک ورته د توکیو د اخېستنې او سیل لهپاره ورغلي وو.
تېرو کلونو کې به نارنجګل او افغانستان کې نورو دودیزو مشاعرو او میلو ته له کوزې پښتونخوا او بلوچستان څخه هم ګڼ شاعران، لیکوال او د شعر مینهوال راتلل؛ خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړي ګړي او پر پولو د اوښتو د سختۍ له وجې اوس دې غاړې ته د راتلونکیو شاعرانو په شمېر کې د پام وړ کمی راغلی.

سږنۍ مشاعره کې له خېبرپښتونخوا څخه یوازې څو شاعرانو برخه اخېستې وه.
د دوی په شعرونو کې د مینې او ورورګلوۍ پیغامونه نغښتي وو.
که څه هم د سږني نارنجګل مشاعرې د انتقادي اړخ تله درنده وه؛ خو یو شمېر شاعرانو پهکې د هنر په ژبه پسولل شوې مرغلرې هم په خپلو مینه والو پېرزو کړې.
د نارنجګل دودیزې مېلې او مشاعرې بنسټ له ننه څه باندې پنځوس کاله مخکې اېښودل شوی چې اوس هر پسرلی ننګرهار کې د بېلابېلو بوختوونکیو پروګرامونو سره ترسره کېږي.





