د ساینس پوهانو له تحقیقاتو وروسته دا جوته شوې، چې هسپانوي ژبه د نړۍ تر ټولو خوږه او خوندوره ژبه ده.
د دغه څيړنو موخه دا ده، چې هسپانويان د نړۍ د ټولو خلکو په پرتله زيات خواږه او مينه ناک الفاظ استعمالوي.
دغه ژبه د مينې د اظهار په برخه کې هم د نړۍ د ژبو په لومړي کتار کې شمېرل کيږي.
یاد په زړه پورې تحقيق د (ورمان) پوهنتون یو ساینس پوه ډاکټر پيټر ډاډز له لوري شوی.
نوموړي د نړۍ ټولې ژبې په ټويټر، ګوګل بکس، فلمونو، د ټلويزيونونو په پروګرامونو، سندرو او خبرونو کې د نړۍ بېلابېلې ژبې تعقیب کړي او له څېړنو او خورا تجزيو وروسته دغې نتيجې ته رسېدلې.
په دغه څېړنه کې، هسپانوي، چينايي، انګريزي، فرانسوي، پرتګالي، عربي، هندونيزيايي، کوريايي، روسي، جرمن او نورو ژبو کې تحقیقات شوي.
په څېړنه کې درواغ او ژړا په شان الفاظ منفي همدارنګه خوخښي او د مينې الفاظ پکې مثبت شمېرل شوي.





