افغان فرهنګیان او شنونکي ۱۳۹۵ لمریز کال د فرهنګي پېښو له پلوه ښه ارزوي؛ خو زیاتوي، هغه کارونه چې باید د فرهنګ د غوړېدا له‌پاره شوي وی؛ نه دي شوي.

ځېنې فرهنګیان باوري دي، چې په دې کال کې ناامنیو له فرهنګي پلوه هم درانه زیانونه اړولي دي.

شاعر او لیکوال علم ګل سحر وایي، په افغانستان کې نه حکومت او نه هم نړیوالو مرستندویو بنسټونو فرهنګ ته پام کړی دی.

د ده پر وینا، له دې سره ـ سره په ۱۳۹۵ کال کې ځېنې فرهنګي کارونه شوي؛ خو هغه ډول چې ښایي؛ نه دي شوي.

ښاغلی سحر زیاتوي، چې سږ کال د ناامنيو له امله ډېر ښوونځي تړل شوي، ځېنې ګټور کتابونه چاپ شوي؛ خو ځېنې بیا د مالي ستونزو له امله پاتې شوي دي او ترڅنګ یې د سارک د دوو فرهنګي غونډو ترڅنګ د فرهنګي کارونو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

ښاغلی سحر وایي، چې افغان حکومت او اړوندو ادارو باید د فرهنګ له‌پاره ډېر کار کړې وی؛ خو دا چې حکومت په نورو ستونزو کې راښکېل دی؛ ځکه یې دا برخه له پامه غورځولې ده.

لیکواله پاکیزه ارزو بیا ۱۳۹۵کال له فرهنګي اړخه د ښځینه‌وو او نارینه‌وو فرهنګیانو له‌پاره له لاسته راوړنو ډک کال بولي، وایي چې په دغه کال کې د لیکوالو مېرمنو د هڅونو غونډې جوړې شوې، چې یوه له هغې د رڼا کلنۍ مشاعره وه. ارزو پر وینا، دا هغه مشاعره وه، چې د ډېرو ولایتونو مېرمنو په کې ګډون کړی و، د مېرمنو ډېر کتابونه چاپ شوي او ګټور سیمینارونه جوړ شول، چې یو هم د سیاسي او فرهنګي شخصیت موسی شفیق په ویاړ و.

پاکیزه ارزو همدارنګه زیاتوي، چې ځینې کسان په فرهنګي ډګر کې د مېرمنو د حضور مخالفت کوي؛ خو وايي، چې بیا هم د نورو کلونو په پرتله مېرمنې په دغه ډګر فعاله وې. 

لیکوال او شاعر اجمل تورمان بیا په فرهنګي ډګر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو اړوندو فرهنګي ادارو کارونه سمبولیک ګڼي، وایي په دې برخه کې کوم بنسټیز کار نه دی شوی.  

دی په ټینګار سره له اړوندو ادارو نه په فرهنګي برخه کې د تل‌پاتې او بنسټیزو کارونو د ترسراوي غوښتنه کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند بیا ۱۳۹۵کال بیا په فرهنګي برخه کې غوره کال بولي، وایي چې په دې کال کې ډېرې غونډې شوي او په بامیانو کې د بودا مجسمو د بیارغونې ترڅنګ د تاریخي څلیو په جوړولو کې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي.

مومند زیاتوي، چې بهر ته د افغانستان د وړل شويو لرغونو اثارو بېرته راوړلو په موخه له بهیرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ هڅې روانې دي، چې په همدې لړ کې له جاپان هېواد نه ۱۰۴ قلمه اثار راوړل شوي دي او ترڅنګ یې ۵۸ لرغوني ځایونه بېرته رغول شوي دي.

په ۹۵یم کال کې افغان ولسمشر د پښتو موسیقۍ وتلی سندرغاړی خیال‌محمد په دولتي مډال وستایلو.

د ۱۳۹۵ کال مهمه لاسته راوړنه دا وه، چې پښتو د ګوګل ۱۰۳ ژبه شوه.

دغه راز، په ۱۳۹۵ کال کې فرهنګي شخصیت، تاریخ‌پوه او د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند ډاکتر حسن کاکړ له دې نړۍ سترګې پټې کړې او هم د پښتو موسیقۍ، پښتو فلمونو، راډيو او تلوېزیون نومیالۍ سندرغاړې معشوق سلطان خپل مینه‌وال د ویر پر ټغر کېنول. د پښتو ژبې وتلی شاعر او ادیب ډاکتر عبدالخالق زیار هم سږکال په دې نړۍ ځانته پرېښودلو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام