د ملغلرې قیمت ” The pearl” فلم ته لنډه کتنه

کینو او میرمن یې خوانا د یوه سیند په غاړه په یوه جونګړه کې ژوند کوي.

دوی ډیر بیوزله وو، له موسیقۍ سره یې مینه لرله او د سیند څپو له شوره یې خوند اخیسته.

یو ورځ یې زوی لړم وچیچه؛ ټولو فکر کاوه چې ماشوم به مړ شي، ځکه دوی دومره بې وزله وو، چې د دارو پيسې یې هم نه لرلې او له بلې خوا خلکو ښار طبیب هم بې سواده باله.

طبیب هم د ماشوم  د لیدو تر مخه کینو ته وویل، چې پیسي لري که نه؟  کینو په غوسه شو، دروازه یې بنده کړه، ټول خلک خواره شول او بیوزله کورنۍ په خپل غم کې یوازې پاتې شوه.

دوی ته په میراث کې یوازینۍ شتمني هغه کښتۍ پاتې وه، چې په سیند کې به یې پرې ملغلرې راټولولې.

کینو، خوانا او لړم چیچلی زوی یې کښتۍ کې کیناستل. خوانا په دې هیله وه چې خاوند به یې ملغلره پیدا کړي او دوی به پرې له شته ستونزو بېغمه شي.

ټاکلی ځای ته ورسیدل، کینو اوبوته ور ټوپ کړ، ټول ځایونه یې ولټول، ناڅاپه يې لویه سیپۍ یا صدف تر سترګو شو، هغه یې را واخیسته او له اوبو راووته.

سیپۍ یې خلاصه کړه، حیران شو، هیڅ باور یې نه کیده چې د کوترې د هګۍ هومره ملغلره پکې پرته ده ، چغې یې کړې : ګرانې ملغلره، ملغلره … ټول کښتۍ چلوونکي ترې راتاو شول.

خبره په ښار کې خپره شوه. کومو خلکو چې ورسره خپلوي نه کوله اوس خفه وو، ملغلرې ته یې سترګې نیولې وې، بیوزله خلک خوشاله او په دې باور وو، چې کینو به ورسره مرسته کوي او خریدارانو هم د ملغلرې اخیستو ته ځانونه برابرول.

ګاونډیان د کینو جونګړې ته راټول شوي، زړه یې نه کیده چې ترې لاړ  شي، کینو خپل ارمانونه وویل، ویل یې چې اول به عبادتځای ته ځي چې شکر وکړي، بیا به له هغه وروسته خپل زوی په ښوونځي کې داخلوي او لوی انسان به ترې جوړوي.

په دې وخت کې کشیش راغی او چا چې شتمني ورکړې وه مننه یې ترې وکړه، بیا ډاکټر راغی چې لړم چیچلی ماشوم معاینه کړي، یو شربت یې ورکړ چې د زهرو اثر کم شي، له تلو مخکې یې ویل چې بیا به هم د ماشوم لیدلو ته راشي. 

په هر ځای کې د ملغلرې کیسې کیدې خو کینو هغه له ټولو خلکو په یوه پټ ځای کې ساتلې وه. 

د ماشوم حال بدتر شو، طبیب راغی ، شربت یې ورکړ، له کینو یې پیسې وغوښتې، کینو ورته وویل چې ملغلره خرڅه کړي نو پیسې به ورکړي، خو ډاکټر چالاکي کوله چې د ملغلر ې ځای پيدا کړي.

شپه شوه، کینو بیا د ملغلرې ځای بدل که، په کوم ځای چې پریوته هلته یې کنده وویسته او ملغلره یې پکې خښه  کړه.

په سبا یې کینو ملغلره واخیسته او روان شو، چې خرڅه یې کړي، ورور یې هم ورسره شو،  خریدارانو هم هڅه وکړه چې ترې وایې خلي؛ خو ونه شوه.

د شپې شور جوړ شو، کینو چاقو واخیست بیرون ووت، خوانا د دوو کسانو غږ واورید، له جونګړې راووتله، میړه یې په وینو رنګ و، جونګړې ته یې ننویست او ورته وویل چې ځان دې زر ددې ملغلرې له لانجې خلاص کړي او سیند ته دې یې وغورځوي.

کینو ونه منله، نیمه شپه خوانا ملغلره واخیسته او روانه شوه چې سیند ته یې واچوي، کینو ورغی او څو کلکې څپیړې یې ووهله او بیرته جونګړې ته را روان شول، څوک ورپسې وو، کینو ورسره ونښته هغه یې ووژاه او اوس باید تښتیدلي وای.  خوانا په خپل زوی پسې جونګړې ته منډه کړه او کینو د سیند غاړې ته لاړ چې کښتۍ راوړي،  خو ګوري چې کښتۍ سورۍ شوې ده. 

په غوسه یې جونګړې ته منډه کړه، جونګړې یې اور اخیستی و، زوی او میرمن یې څنګ ته ولاړ وه، له مجبورۍ د شپې د توماس کره لاړل، توماس د کینو ورور و، هغه ورسره مرسته وکړه چې په پټه شمال ته وتښتي.

درې نفر ورپسې وو، دوی غره ته لاړل او یوې سمڅې ته ننوتل، کینو غوښتل ساتونکی ووژني، ماشوم یې چغې کړې، ساتونکی سمڅې ته لاړ، ډزې یې وکړې، کینو په چاقو وواژه.

بل کس راغی هغه یې هم وواژه ، وسله یې ترې واخیسته او په درېيم کس یې ډزې وکړې، هغه هم مړ شو.

کینو چې را وګرځيد د خپل زوی مړی یې ولید او چغې یې کړې.

میرمن او خاوند ښار ته لاړل، خلک پرې راټول شول، کینو خپلې سوځيدلې جونګړې ته وکتل، بیا له خپلې میرمن سره د سیند غاړې ته لاړ، ملغلره یې له جیبه روایسته، ور ویې کتل، خپل ماشوم او درې نور کسان ورته په وینو لړلي ښکاره شول، ملغلره یې سیند کې ګوزاره کړه، هر څه پاتې شول او د ملغلرې کیسه ختمه شوه.

د فلم کیسه د یوه بیوزله کب نیونکي په ژوند لیکل شوي ده چې د یوې ملغلرې پيدا کول یې ژوند بربادوي، اولاد یې مړ کوي او جونګړه یې په اور سیځي. 

دا کیسه د یوې ماکسیکویي کیسې پر بنسټ لیکل شوې ده.

په فلم کې د ښځې په شپږم حس ډير ټينګار شوی دی، ځکه خوانا څو ځله خپل خاوند ته وایي چې دا ملغلره دې لیرې کړي.

د ملغلرې تر ټولو قوي پيغام ممکن همدا وي چې شتمني د نورو خلکو طمعې راپاروي، داسې ستونزې او شخړې پېښوي چې حتی د انسانان د مرګ لامل کیږي، ارامتیا له منځه وړي، ویره، اندېښنې او دښمنانان زیاتوي.

تر ټولو جالب ټکی دا دی، چې کله ملغلره سیند ته ور واچوي د کینو ټولې ستونزې حل شي، دې سره د فارسي ژبې هغه متل هم ډير صدق کوي چې وایي، هر څه چې له خپله ځایه لري شي تر هغه نه سمیږي چې بیرته خپل ځای ته راونه ګرځي.

په فلم کې ملغلره د شتمنۍ سمبول ښودل کیږي، لامل یې شاید وي چې په ټولنه کې تر ټولو ټيټه طبقه له پخوا راهیسي له طبیعت سره نږدې اړیکه لري او خپلې لومړنۍ اړتیاوې هم په مستقیم ډول له طبیعته پوره کوي، بله خبره دا ده چې په ملغلره فلم کې د یوې بیوزلۍ کورنۍ ژوند انځور شوی دی.

بیوزله خلک هغه وي چې د کار لپاره مادي وسایل نه لري، يوازې خپل زیار پلوري او ژوند پرې تیروي.

په دریاب کې غوټې وهل هم د یوه زیارکښ انسان کار کیدلای شي.

درېیم لامل همدا وي چې ملغلره په ادب کې یو روماني تصور هم  لري، د ملغلرې د نوم په اوریدو د انسان په ذهن کې د هغه ارزښت انځوریږي او دا چې انسان دې ملغلره ترلاسه کړي؛ نو دا خپله د شتمنۍ سمبول دی. کیسه د د جان اشټاین بک له ناوله اخیستل شوې چې په همدې نوم چاپ شوی هم دی، دا چې ناول پخوا لیکل شوی دی نو په هغه وخت کې د شته صعنت او وسایلو کمی ممکن بل هغه لامل وي چې ملغلره دې په فلم کې د شتمنۍ د یوه سمبول په توګه وکاریږي.

د فلم تر ټولو مهم پیغام کیدای شي دا هم وي، چې شتمني انسان ته ناڅاپي پيدا کیدای شي، خو د هغه د ساتلو مهارت او مدیریت بیا جلا خبره ده،ډير کله انسان یو څه ترلاسه کړي خو په بیرته له لاسه ورکولو یې دا ثابتوي چې انسان د ترلاسه کړي شي توکي د ساتلو وړتیا او لیاقت نه لري.

کینو چې ملغلره پيدا کړي نو له ډيرې خوشالۍ په لوړ غږ چغې کړي چې ملغلره یې موندلې ده، دې سره ټول خلک خبر شي او خبره خپره شي، چې بلاخره یې دا د ژوند د بربادۍ لامل هم  کیږي، ښکاره پيغام دا چې احساسات کمزوري ده.

فلم : ملغلره (The pearl)

لارښوود: ایمیلو فرنداندیس

تولید: اسکار ډيساینس

ریلیز: ۱۹۴۷ کال

کیسه : جان اشټین بک ( ملغلره ناول)

ژبه: انګلیسي

ترلاسه کړې جایزې: څلور 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام