د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې د دغه ولایت په موزیم کې ساتل شوي لرغوني اثار د ودانۍ نشتوالي له امله د ګرمۍ، یخنۍ او د غلا له ګواښ سره مخ دي.
د دغه ولایت د ملي موزیم مسول حبیب محمد مندوزي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د لرغونو تاریخي اثارو د خوندیتوب له پاره معیاري ودانۍ په واک کې نه لري.
ده زیاته کړه، چې دغه قيمتي اثار د ګرمې او سړې هوا له کبله د ورکېدو او ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
مندوزی وايي، چې په دغه موزیم کې شاوخوا ۴۰۰ لرغوني اثار ساتل شوي دي او دغه اثار یواځې په یوې غیرې معیاري خونه کې ساتل کیږي.
د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد امین شاه الفت سلام وطندار ته وویل "څرنګه چې د موزیم له پاره یو معیاري ودانۍ موجودیت لازم دی دغه موزیم دا ډول اسانتیا نه لري."
نوموړي له مرکزي مسولینو او مرستندویه بسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
له بل لوري لرغون پوهان په دې اند دي، چې د ملي روحیې د ژوندي پاتې کېدو او د افغانستان د اوسنیو حالاتو ته په کتو سره کلتوري او تاریخي میراثونه ساتل خورا اړین دي او په کار ده، چې د له منځه تلو او قاچاقو مخه یې ونیول شي.
همدارنګه یو شمېر خوست میشتي له دولت څخه غواړي، چې د تاریخي اثارو د خوندیتوب له پاره یوه معیاري ودانۍ جوړه کړي.
نثارالله احسان او قدرت الله دوه تنه خوست مېشتو سلام وطندار ته وویل، چې موږ نن ورځ د خوست موزیم ته د لرغونو اثارو د لیدلو له پاره راغلي و، د لته ټول اثار یواځې په یوه کوچنۍ غیر معیاري خونه کې ساتل کیږي.
دوی وايي، چې دغه کار د ګرځندویانو او کلیوالو خلکو موزیم ته د راتګ لېوالتیا باندې منفي اغیزه کوي.
دغه موزیم د سوېل ختیځ په زون کې یو بډایه موزیم دی.





