لیکوال عبدالکریم میثاق ومړ

د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر او لیکوال عبدالکریم میثاق د پارکینسون د ټوخلې د ناروغۍ له کبله د ۸۰ کالو په عمر ومړ.

نوموړی لیکوال او سیاستپوه په ۱۹۳۵ کال د افغانستان په غزني ولایت کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، د لوړو زده کړو د پای ته له رسولو وروسته یې د حزب دیموکراتیک خلق ګوند غړیتوب تر لاسه کړ. د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ د نورمحمد خان ترکي او حفیظ الله امین د حکومت په وخت کې د هغه وخت د ماليې وزیر په توګه وټاکل شو.

لیکوال شاعر رهنورد زریاب، چې د خپل عمر ډېر کلونه یې له نومړي سره تېر کړي؛ د هغه په هکله داسې وايي: «مخکې له هغه چې میثاق د وزیر په توګه وګمارل شي، د جمعې په ورځو کې به مو ادبي ناستې درلودې او په بېلابېلو موضوعاتو به مو بحث کول»

د علومو اکاډیمي مشاور اکاډمېسن سلیمان لایق میثاق د لوړ شخصیت خاوند بولي، وايي چې په هغه وخت کې ډېر کم داسې لیکوالان او روڼ اندي وو، چې په ډېرو کمو امکاناتو یې ځانونه د سیاست په ډګر کې وځلول.

ښاغلی لایق نوموړی د ښه مدیریت په برخه کې مخکښ ګڼي، وايي، کله چې میثاق د وزیر په توګه وټاکل شو؛ د هېواد حالات ډېر کړکېچن وو؛ خو میثاق ستونزو ته تر ډېره د حل لاره پیدا کړه.

اروا ښاد عبدالکریم میثاق د ۴۰ مې لسیزې له هغو نوموتو شاعرانو څخه و، چې ډېر لیکلي اثار یې لرل، لکه: ګل پلورنکې نجلۍ، د لنډو کیسو ټولګه، د مور مسکا، شنه لاره، رستم کمان او څو نور یې مهم اثار دي.

 اروا ښاد میثاق په ۱۹۹۰زېږدیز کال کې بریتانیا هېواد ته سفر وکړ او د ژوند تر وروستیو ورځو شپو هلته پاتې شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام