بودي راج د یوې نڅاګرې او یو پلورونکي معیوب زوی وي، د ډاکټرانو پر وینا د بودي ماغزه یو وړوکي ماشوم ته ورته وي، خو دا چې عمر یې نېږدې ۱۸ کاله وي؛ کارونه یې بیا هم ډېر ماشومانه وي او حتی په ښونځي کې یې هم نه شاملوي.
د بودي د کورنۍ یواځینی ارمان دا وي، چې زوی یې هوښیار شي او د ټولنې د نورو ماشومانو غوندې ژوند وکړي. د بودي مور او پلار هم په همدې فکر کې وي او کورنی ژوند یې هم تقریباً همدې ستونزې او فکر ور تریخ کړی وي.
دوی له یوه ډاکټر سره د بودي د درملنې خبره کړې وي. ډاکټر ورته وایي، چې بودي رسمونه جوړوي، دا رسمونه یې ممکن ذهن یو څه ښه کړي، خو کورنۍ یې په دې لږ ښه والي بسیا نه کوي او بودي د یوه ښایسته، روغ او ځیرک ځوان په شکل لیدل غواړي.
په همدې وخت کې د ډاکټر ستیا په نوم یو مشهور کس په ټلویزیون کې اعلانونه کوي، چې د اعصابو له پاره یې درمل جوړ کړي دي. دی دعوه کوي، چې درمل یې د ټولو عصبي نیمګړتیاوو، ناروغیو او ستونزو دوا کېدلی شي.
د بودي کورنۍ دا خبرې ځان سره واخلي. د بودي پلار (عرفان خان) د پلاستیک په یوه فابریکه کې د پلورونکي کار کوي. مور یې د خپل وخت مشهوره نڅاګره وي، خو د زوی ناروغۍ یې ترې د زړه زور اخیستی وي او اوس د کور یوه عادي مېرمن شوې وي.
د کیسې تر شا کیسه دا ده، چې بودي په ماشومتوب کې خپل پلار د لوبو په وخت کې هوا ته پورته پورته اچوي، یو ځل یې لا لاسو خوشې شي او په ځمکه ولوېږي. د بودي مور فکر کوي، چې د بودي عصبي توازن هم له هماغه وخته خراب شوی دی او د دې له پاره یې وخت – ناوخت پلار ته دا احساس هم ورکوي، چې ګوندې دی د بودي د اوسني حالت یواځینی مسول دی.
د بودي له پلار سره د یواځیني زوی د ناروغۍ تر څنګ د ملامتیا او خجالت دا احساس هم ملګری وي، چې دی ګنې د دې روان حالت، ستونزو او د مېرمن د ژوند د تریخېدلو اصلي لامل دی.
بلاخره په یوه باراني شپه کې د یو پل تر څنګ له ډاکټر ستیا سره ګوري. ډاکټر ستیا پیچکاري ورکوي او دا تعهد ترې اخلي، که درملو هر ډول منفي تاثیر وکړ؛ دی یې مسولیت نه اخلي.
د وجدان له خجالته مجبور پلار درمل واخلي، د شپې چې کور ته راشي؛ میرمن یې بیا ورته په خبرو کې وریاده کړي، چې ته د بودي د دې حالت مسول یې، دی غوسه شي، لاړ شي. بودي ته پیچکاري وکړي، بودي چغې کړي، لږ وخت وروسته، چې په هوش راشي؛ نو خپله حافظه یې له لاسه ورکړې وي.
په بودي کې د دې تاثیر تر منځ د ریاضي ډېره عجیبه وړتیا هم پیدا شوې وي، دې سره يې په کورنۍ د خوښۍ څپه راشي، بودي ښوونځي ته لاړ شي. په لسم ټولګې کې ځای نه وي، بودي لاړ شي سختې معادلې حل کړي او له ښوونځي راوځي، خو له طبیعت سره یې چلند بېخي بدل شوی وي.
د بودي ګاونډي یې پلار ته ووایي، چې بودي دې زموږ په یوه ننداره کې د ریاضي یوه سیالي وکړي. بودي همداسې وکړي، دې سره مشهور شي، په ټلویزوني خپرونو کې برخه اخلي او ډېرې پیسې او شهرت وګټي، خو چلند یې له خلکو سره ورځ تر بلې تریخېږي.
حتی تر دې، چې په نشو تماشو اخته شي، دې حالت ته په لیدو یې مور او پلار خفه شي. هماغه پخواني ډاکټر ته ورشي، رښتیا حال ورته ووایي، هغه یې بېرته د رغېدلو له پاره ډاکټر ستیا ته ولېږي، چې د دې تاثیر د ختمولو درمل ورکړي، ډاکټر ستیا له حکومته په لیونتون کې پټ شوی وي، دوی ورشي دارو ترې واخلي او بیرته راشي. د شپې بودي کور ته راشي، پلار ته وایي چې تاسو زما اصلي مور او پلار نه یاست، يواځې زما پيسو ته مو چل جوړ کړی دی.
مور او پلار یې ورته نصیحتونه کوي، خو بودي یې نه مني. پلار یې د درملو ضد پیچکارۍ را واخلي، چې پيچکارۍ ورته کوي، بودي پاڅېږي پر خپل پلار ګوزار وکړي، پلار ته وايي چې اصلاً ته ناروغ یې دا پیچکارۍ باید تاته وکړم. دوی په همدې کش وګیر کې وي، چې مور یې یو ګلدان را واخلي، بودي په سر ووهي او راویې غورځوي. روغتون کې له ۷۲ ساعتو وروسته بودي په هوش شي او په ماشومانه ژبه مور او پلار ته ووايي، چې بودي ډېر زیات خوب وکړ.
د فلم په اړه مهم ټکي:
یو مهم ټکی دا دی، چې له معیوب بودي سره ټولنه په چلند نه پوهېږي، بودي رسمونه کاږي، سندرې وایي، خو ګاونډیان یې دا نه ورسره مني او همدا لامل کېږي، چې د بودي مور ډېره وځورېږي.
د بودي پلار روي کمال (عرفان خان) د پلاستیک په یوه فابریکه کې کار کوي، دا چې د مېرمنې چلند یې ورسره تریخ وي؛ هغه هم کورنۍ ته ډېر پام نه کوي او شپه او ورځ په خپلو کارونو کې مصروف وي.
دې حالت یې کورنی ژوند تریخ کړی وي او د دوی په ژوند کې هره ستونزه دوی له یوه نه یوه اړخه بودي سره تړي او فکر کوي، که بودي ښه شي؛ دا ستونزې به حل شي.
بودي چې کله د شهرت لوړو پوړیو ته ورسېږي؛ مور ته یې د (مادرانډي) ایوارډ ورکول کېږي، په همدې وخت کې بودي په ټلوېزیون راښکاره شي او ووایي، چې دوی زما اصلي مور او پلار نه دي.
وروسته بیا بودي یو سپی ووژني او دې سره معلومه شي، چې بودي یواځې اعداد ژوند ګڼي، مینه، احساسات او خپلوۍ ورته اهمیت نه لري.
د فلم پیغام:
په فلم کې لومړی د معیوب انسان ژوند ښودل کېږي، د ټولنې له خوا ورسره چلند، د مور او پلار ستونزې او نور هغه څه دي، چې دا فلم یې د یو معیوب انسان سره ښيي.
په دویمه برخه کې، چې کله د رغېدلو پېچکاري ورته کوي؛ نو دلته شاید پيچکاري د یوه سمبول په توګه کارېدلې وي، ځکه همدا پیچکاري هر څه بدل کړي، حافظه بدله کړي، ژوند بدل کړي، ارزښتونه بدل کړي او بودي اوس د هېواد په کچه یو مشهور ستوری شي.
خو له دې هر څه سره بودي احساسات له لاسه ورکړي، یانې دا چې که په اوسنۍ ماشیني نړۍ کې یواځې پيسې شهرت او کار لومړیتوبونه وګڼل شي؛ نو لېرې نه ده، چې احساسات به ختم شي، خپلوۍ به رنګ وبایلي او انسان به یواځې د هغو روبوټونو غوندې فعالیت کوي، چې د نورو له خوا په کې د ګټې سیستمونه نصبېږي.
بودي همداسې شي، پيسې ګټي، پوښتنې ځوابوي، خو مینه نه پېژني، د مور اوښکو ته نه ګوري، د پلار حالت نه درک کوي او څه چې يې زړه غواړي؛ هغه کوي.
بل مهم پيغام په کې دا دی، چې ټولنه له کورنیو جوړه ده، کورنۍ له افرادو جوړه ده او د دوی تر منځ اړیکه یواځې مینه، احساسات او عواطف دي، چې دوی یې سره تړلي دي. که چېرې همدا عاطفه ختمه شي؛ نو کورنۍ به یواځې څو کسان پاتې شي او ټولنه به هم د داسې کسانو یوه ټولګه شي، چې د یو بل له پاره به هیڅ همدردي ونه لري.
کله چې بودي بېرته په خپل حال شي؛ نو کورنۍ یې هم خوشاله شي. مور یې وایي، چې زه نورې معجزې نه غواړم، زما زوی دې د همدې رسامیو په مرسته روغ شی. دلته یوه خبره دا ده، چې هر څه باید د پرمختګ ځانګړې دوره تېره کړي. که څوک دا پروسه نه تېروي او مستقیماً لویو پوړیو ته رسېدل غواړي؛ نو د ژوند موجودې خوشالۍ او ډېر نور ارزښتونه باید قرباني کړي.
فلم: Ana Asmaan
لوبغاړي : عرفان خان، شوبانا، انوپم کهیر، رجت کپور، دریو پيوش
ژبه: هندي
د خپرېدو کال: 2007 زېږديز





