له ننه پوره ۲۱ کاله وړاندې د پښتو ژبې وتلی لیکوال او شاعر امیر حمزه شینواری له نړۍ وکوچيد.
حمزه بابا د ۱۹۰۷میلادي کال د لنډي کوتل د خوږه خېلو په سیمه کې د ملک مير بازخان په کور کې وزېږيد او د ۱۹۹۴م کال د فبرورۍ په اتلسمه نيټه یې له نړۍ سترګې پټې کړې.
حمزه بابا په نهم ټولګي کې خپلې زده کړې پرېښودې خو علمي کار او هڅې يې خورا ژور معلومات لري چې د پېښور پوهنتون پروفیسر قابل جان برې د دوکتورا تیسز هم لیکلی دی.
سره له دې چې بابا په لیکوالي او شاعري کې هم ښه قلم لري خو ورسره جوخت سلګونه ډرامې هم لیکلې دي.
حمزه بابا ته په پښتو ادب کې د غزل بابا ویل کېږي، خو پر شاعرۍ سربېره يې ګڼ نور اثار هم خپاره شوي دي.
مشهور کتابونه يې یون، مړې څپې، د کارل مارکس اصو د عقل په نظر، تجلیات، غزونې، انساني انا او پوه، د حمزه لیکونه او نور دي.
حمزه بابا له ننه ۲۱ کاله وړاندې د فبروري په ۱۸مه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړ، خو په پښتو ادب، تصوف، فلسفه او شاعرۍ کې يې ځانګړي مقام پرېښود.





