مارلون جېمز ۲۰۱۵ ز کال د من بوکر جایزې ګټونکی شو

جاماییکايي مارلون جېمز د "اووه قتلونو لنډ تاریخ" ناول لیکوال د ۲۰۱۵ زېږدیز کال من بوکر جایز و ګټله.

ویل کېږي، چې دغه ناول په ۷۰۰ مخونو کې د "باب مارلي" د ترور او د جاماییکا ۷۰ یمې لسیزې د سیاسي تاوتریخوالي څېړلو، د نیویارک ۸۰ یمې لسیزې د قاچاقبرانو امپراتورۍ او د نشه یي توکو پر کیسو لیکل شوی دی.

د من بوکر جایزې د داورانو رییس مایکل ووډ وویل، چې د سږکال بومن کر جایزې ته کاندید شوو اثارو په منځ کې دغه ناول تر نورو غوره وټاکل شو.

د دغه ناول لیکوال جېمز وايي، چې نه یې غوښتل ځان په تاوتریخوالي کې ډوب کړي، خو زیاتوي، اړینه وه، چې د تاوتریخوالي پدیده تشریح شوې وی.

ده وویل، له تاوتریخوالي ډک فلمونه نه شي زغملی او زیاته يې کړه، چې د دغې پدیدې پایله باید و څېړل شي.

من بوکر جایزې ته ان ټېلر، جسنیا یاناګیهارا، مارلون جېمز، چیګوزي اوبیوما، سانجیو سوهوتا، تام مک‌کارټی، بیل کلګ، ان انرایټ، لیلا لالامي، اندرو اوهاګان، مریلېن رابېنسون، آنا اسمېل او انورادا روي کاندیدان وو.

دغو کاندیدانو څخه ۶ غوره لیکوالان امریکايي جسنیا یاناګیهارا د «کوچني ژوند» کتاب لیکوال، ناجیریايي چیګوزي اوبیوما د «ماهي نیونکي» کتاب لیکوال، د جاماییکايي مارلون جېمز د "اووه قتلونو لنډ تاریخ" ناول لیکوال د، امریکايي لیکوال ان ټېلر آمریکایی د «قرقره نخ آبی» کتاب لیکوال، برېټانوي تام مک‌کارټی د « ساتن جزیرې» کتاب لیکوال او برېټانوي سانجیو سوهوتای د «د تښتېدلو کال» کتاب لیکوال د من بوکر جایزې د غواروي وروستۍ مرحلې ته لاره پیدا کړه.

ماکل ووډ، الاواکاټاما الفري، جان رنیسایډ، سام لیټ او فرانسیس اوزبورن د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د من بوکر جایزې قاضیان یا داوران وو.

د من بوکر ادبي جایزه د ادبیاتو حوزې له مهمو جایزو څخه ده، چې هر کال د برېټانیا او ایرلنډ هېوادونو غوره لیکوالو ته ورکول کیږي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام