په مشرانو جرګه کې د افغانستان د سېکانو استازې انارکلي هنریار وايي، چې اوس هم ځېنې هېوادوال افغان سېکانو ته د پردیو په سترګه ګوري او دوی د افغانستان وګړي نه بولي.
هنریار د سېکانو په دودیز او مذهبي جشن "ویساک" کې وویل، چې له کورنیو جګړو مخکې د افغانستان د سېکانو نفوس د اوس په پرتله زیات و.
نوموړې وویل، چې په کورنیو جګړو او له هغې وروسته زیات شمېر هغوی یې بهرنیو هېوادونو ته کډې وکړلې.
هنریار وايي، چې له کورنیو جګړو مخکې مسلمانانو له هندوانو او سېکانو سره انساني خواخوږي لرله او چلند یې دوستانه و.
د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحمان هم دغه جشن ته ورغلی و.
جنرال رحمان د افغانستان د سېکانو مظلومیت ته په اشارې سره وویل، چې افغان سېکان په کورنیو جګړو کې په بشپړ ډول بې طرفه وو.
دی وايي، په کورنیو جنګونو کې سېکان او هندوان زیانمن شول او کورونه یې وسوزول شول.
رحمان وویل، د افغان سېکانو په وړاندې هر ډول تبعیض د اسلامي اخلاقو خلاف او ناقانونه کار دی.
د سېکانو روحاني مشر رویل سنګ په دې مراسمو کې وویل ، چې په تېرو لسیزو کې د "ویساک" جشن په رنګ او شرنګ سره په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ په سلطان پوره کې نمانځل کېده؛ خو اوس دغه سیمه په ویجاړۍ بدله شوې ده.
رویل سنګ وویل، چې بهرنیو هېوادونو ته د هندوانو او سېکانو کډه کېدل او د دوی پر وړاندې د حساسیتونو موجودیت په هغه سیمه کې د دې جشن نمانځل کم رنګه کړي دي.
نن (دوشنبه) سلګونو افغان سېکانو د کابل په ښار یو درمسال کې د "ګرو ګوبین سنګه" د زوکړې ۳سوه او ۱۸ کالیزه ونمانځله.
"ګرو ګوبین سنګه" د سکانو د مذهب بنسټ اېښودونکی و.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ په سلطان پورې سیمه کې لږکیو سېکانو د "ویساک" دودیز جشن په اتڼوڼو ونمانځه.
په ټوله نړۍ کې د سېکانو له پاره د "ویساک" جنش نماځل ځانګړی ارزښت لري او هر کال د دې ورځې نمانځنه کوي.
د دې مذهب د روحانیونو په خبره، د "ویساک" جشن ۳ ورځې دوام لري او په دې ورځو کې دوی ځانکړي عبادتونه کوي، لکه د سېک د مذهب مقدس کتاب لوستل، له موسیقۍ سره د مناجاتو لوستل، په نویو پیداشویو ماشومانو د نومونو اېښودل او په ډله ییز توګه ودونه کول دي.
سېک مذهبه لږه کي په افغانستان د نفوس یوه سلنه برخه دي او دوی تل له مسلمانو هېوادوالو ګیله من دي، چې ځوروي یې او اجازه نه ورکوي، چې د سېکانو جسدونه وسوزوي.





