کونړسیند کلنۍ مشاعره جوړه شوه

کونړي لیکوالان، شاعران، فرهنګیان او فرهنګپال کونړسیند مشاعره هر کال د کونړ په زړه اسعداباد کې جوړوي چې له نورو ولایتونو هم په‌کې د  شاعرانو ترڅنګ، د شعر مینه‌وال هم ګډون کوي.

په کونړسیند مشاعره کې که له یوه لوري د هنر مینه‌والو تنده خړوبېږي، بله‌خوا په‌کې لویه هیله دا وي چې که شونې وي د پخواني ولسمشر سردار محمدداوود خان هغه ارمان ته ورسېږي چې پر کونړ سیند یې د یو ستر لوی بند جوړېدل غوښتل.

د کونړ ځوان شاعر مطېع‌الله فریاد د کونړي سیند په نوم جوړ شوي شعر کې حکومت وننګوه چې تراوسه یې مست کونړی سیند نه مهار کړ او نه یې هم د خلکو هیلې پوره کړې.

په سږنۍ مشاعره کې ډېر شعرونه کونړ سیند ته لیکل شوي وو او شاعر کاتب‌شاه کاتب د کونړ پر سیند د برښنا بند جوړول او د دغه سیند مهارول د ډېرو ستونزو حل ګڼي.

که له یوې خوا په هېواد کې روانو ترینګلو حالاتو د ولس اقتصادي، ټولنیز او نورې برخې زیانمنې کړي، له بل اړخه یې خلکو ته رواني زیانونه اړولي دي.

ځوان او تنکي شاعر ادریس د ترنم په ژبه د ګیلې په ډول د خلکو سیاسي چوپتیا ننګوله او ټینګار یې کاوه، که ولس راویښ نه‌شي، حالات له دې هم ناسم لوري ته تللی شي.

د افغان پوځ یوه افسر شاعر عزیزالرحمان پیجوال بیا په خپل انتقادي شعر کې پر هغوی لفظي ګوزارونه کول چې په خپل وطن کې د نورو په اشارو ځغلي.

دغه راز په مشاعره کې ډېرو شاعرانو پر انتقادي او طنزیه شعرونو هغه کسان وننګول چې خپلې ګټې تر ملي ګټو لوړې ګڼي او له بیت‌الماله خپل جیبونه ډکوي.   

سږ کال د کونړ سیند کلنۍ مشاعرې ډېره برخه هنري او ذوقي شعرونو ته ځانګړې شوې وه چې ډېرو په‌کې د شعر په تار کې پېیلې مرغلرې پر خپلو مینه‌والو ووېشلې.

کونړ سیند مشاعره د کونړ فرهنګي او فرهنګپاله کړیو پر خپل لګښت پیل کړې، خو سږنۍ د ولایت مقام په مالي لګښت د ولایت په مقام کې جوړه شوه.

ډېر شاعران او د شعر مینه‌وال وايي چې سږنۍ مشاعره د حکومت په انحصار کې وه او تر ډېره یې سانسور شوې بڼه لرله.

په همدې حال کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د کونړ سیند مهارولو هغه ژمنه تازه کړه چې دغه ولایت ته د والي په حیث د ورتګ په ورځ یې له ولسونو سره کړې وه.

هغه وویل، په تېرو څو میاشتو کې د کونړ سیند په ډېرو سیمو کې د بولډروال په وسیله مهار شوی او دا چاره تر هغې روانه ساتي چې د کونړ سیند یې په بشپړ ډول نه وي مهار کړی.

د کونړ سیند اوبه په دوبي کې دومره ډېرېږي چې ډېر کله هوارې ځمکې او د سیند دواړو غاړو ته پراته کورونه او ودانۍ له ځانه سره وړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام