
د بامیان ولایت د عالمانو شورا دا ځل د دمبورې پر جشن نیوکه کړې او ویلي دي، چې په دغه ولایت کې د دمبورې غږولو جشن ځکه حرام دی، چې د ساز مستیدو سره بیا نجونې او هلکان ګډ نڅيږي.
د یاد ولایت د عالمانو شورا رییس سید نصرالله واعظي د سې شنبې ورځ د دمبورې جشن په اړه سلاموطندار ته وویل، د موسیقي پروګرام جوړول چې په کې ښځې او نارینه ګډون وکړي او دمبورې په کې وغږول شي .
ښځې او نارینه ورته وګډېږي د اسلام له نظره حرام ګڼل شوی دی.
په پام کې ده، چې په بامیانو ولایت کې په راتلونکي جمعې ورځ د دمبورې غږولو جشن ترسره شي.
د واعظي پروینا، هغه کسان چې د دین اهل دي په دغو مراسمو کې به ګډون و نهکړي پرته له هغو کسانو چې دین ته سپکاوی کوي.
«ستونزه دا ده چې غونډه ګډه ده هغه کسان چې په کې ګډون کوي ښځې او نارینه دي یوازې دمبوره بسنه نه کوي موږ ددې شاهدان یو چې کله دمبوره خپل اوج ته ورسیږي سندرغاړی هم اوج ته رسیږي نارینه او ښځینه په نڅا پیل کوي چې دا د شرعیت له پلوه حرام دی.»

د بامیان یو دمبوره غږوونکی، د عالمانو شورا دا اعلامیه غیرقانوني ګڼي او وايي، چې د دمبورې له غږولو د دوی موخه په افغانستان کې د هزاره توکمو اصیل فرهنګ ژوندي ساتل دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند هم وايي، چې حکومت په هیواد کې د فرهنګ لا بډاینې ته ژمن دی او هیڅکله د دیني لارښوونو خلاف کار نه کوي.
د معلوماتو لهمخې، په دغو مراسمو کې د سندرو ترڅنګ په هزارهګي سبک نڅاګانې شاملې وي.





