په خوست کې د کتاب اوونۍ ولمانځل شوه

د افغانستان ځینو نورو ولایتونو ترڅنګ خوست هم د کتاب اوونۍ کوربه دی او دغه اوونۍ يې د كتابونو د سترې نندارې پر وړاندې كولو او لوستنې سره پېل شوه.

د خوست د اطلاعات او فرهنګ رييس محمد امين شاه الفت د كتابونو د نندارتون پرانېستنې پر مهال سلام وطندار ته وويل، چې د کلتور د بډاينې له پاره د كتاب لوستنې دود عامولو ته اړتيا ده.

الفت زياته كړه، چې په همدې موخه په خوست کې اوس نږدې ۴۰۰۰ عنوانه كتابونه  نندارې ته وړاندې شوي.

هغه وايي، په خوست ولایت کې علمي مرکزونه زیات دي.

د ده په وينا د دغه ولایت د شیخ زاید پوهنتون، دارالمعلمین او نور په زرګونه د پوهنتونونو محصلین کولی شي، چې د خپلو درسي ضرورتونو د پوره کولو په موخه دغه نندارتون ته مراجعه وکړي.

مراسمو ته د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیراحمد روښان وويل، چې دغه ډول نندارتونونه  د كتاب لوستنې د عامولو په برخه كې ښه ګام دى او دولت بايد په عملي توګه د كتاب او كتاب لوستنې په برخه كې كار وكړي.

د روښان په وينا، د كتاب لوستنې له پاره دې د كتاب ليكلو، چاپولو او ورته د ماركېټ پېدا كولو لپاره ګامونه واخیستل شي.

نصیر احمد زياتوي، دا ډول نندارتونونه، چې په هغو کې ځوانان راځي او کتابونه ګوري نو د مطالعې له پاره تشویقیږي.

ویل کیږي، په هېواد كې د كتاب چاپولو په برخه كې لا هم ستونزې شته، خو د كتاب لوستنې د عامولو له پاره لومړى فكر جوړولو او مبارزې ته جدي اړتيا ده.

 خوست میشتي روڼ اندي ډاکتر سیف الله غریبیارپه دې اړه سلام وطندارته وویل، چې په اوسني وخت کې زیات شمېر کتابونه له نورو ژبو پښتو ته ژباړل شوي، چې ترډیره بریده یې د پښتو پر بډاینه مثبت اغیز کړی.

خوست د افغانستان په سویل ختیځ کې پروت ولایت دی، چې په دې وروستیو کلونو کې یې په بیېابېلو لکه اقتصادي، علمي، کلتوري او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی چې دغه پرمختګ د کتونکو په اند تر ډېره د ځایي خلکو په  خپل مټ، هاند او هڅو ترسره شوی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام