پر دولتي ادارو د پروني خونړي برید کیسه

وسله‌والو پرون مازدیګر شاوخوا ۳ نیمې بجې پر ټولګټو چارو وزارت او د شهیدانو او معلولانو د ملاتړ پر ادارې برید وکړ او تر ۱۰ ساعتو وروسته بېګا شپه یوه نیمه بجه پای ته ورسېده.

د پېښې شاهدان وایي، لومړی له سپین کرولاډوله موټره څلور بریدګر د ټولګټو چارو وزارت د شا دروازې مخې ته پلي کړل او موټر د وزارت فرعي دروازې ته نږدې وچاودېد او بریدګرو ورسره هم‌مهال ډزې پیل کړې. 

د دوی په وینا، بریدګرو پوځي جامې اغوستې وې او هره یوه سره یو بیک هم و.

د پېښې شاهدان احمدولي او بازمحمد وايي، د پېښې ځای ته نږدې ولاړ وو چې د ملي اردو په جامو او وسلو سمبال ۴ کسان له کوڅې راووتل. دوی وايي، یادو کسانو دوی ته له نږدې کېدو سره سم د شهیدانو او معلولانو ادارې پر ساتونکي ډزې وکړې، ۲ کسانو یې پیردارخانه تر اور لاندې ونیوله او موږ هم ښوونځي ته وتښتېدلو.

عیني شاهدان وايي، بریدګرو د الله‌اکبر په ویلو د دروازې پولیس شهیدان کړل او د معلولانو ادارې لومړي پوړ ته ور ننوتل، هر څوک به چې پر مخه ورتلل، پر مرمیو او لاسي بمونو یې ويشتل.

د سلام‌وطندار خبریال د دغې خونړۍ پېښې ارزولو په موخه له ساعتونو وروسته د له نورو خبریالانو سره د ټولګټو چارو وزارت انګړ او ودانۍ ته ور ننوتلی چې په وینا یې په وزارت کې له لړزوونکي حالت سره مخ شوی.

د خبریال په وینا، د وزارت ټولې ادارې په وینو لړلې او سوځېدلې وې. دغه راز د معلولانو او شهیدانو د ملاتړ ادارې ودانۍ هم له ورته سرنوشت سره مخ وه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي، په پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي چې ۱۱ یې ښځې او ۲۹ نارینه دي. د مجروح په وینا، د ۴ بریدګرو جسدونه یې هم عدلي طب ته لېږدولي دي. دغه راز په ټپیانو کې ۱۸ نارینه، ۷ مېرمنې او ۲ ماشومان شامل دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له بریدګرو سره د جګړې اوږدېدو لامل، په سیمه کې د خلکو کورونه یادوي. د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو له ۳۵۷ ډېر کارکوونکي وژغورل او خپلو کورنیو ته یې واستول.

که څه هم تراوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت منلی نه‌دی، خو اجرایوي رییس عبدالله عبدالله یې پړه پر وسله‌والو طالبانو ور اچولې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام