فرخنده هغه مېرمن چې د قران کریم د سوځولو په تور (د کب ۲۸مه ) د قهرجنو خلکو له لوري د پلازمېنې کابل ښار شاه دوشمشیره زیارت کې وژل شوې وه د دغو شعارونو په ورکول سره چې " زه فرخنده یم، موږ عدالت غواړو، فرخنده ژوندۍ ده" خاوروته وسپارل شوه.
د فرخندې کورنۍ په لومړیو کې ویلي و چې نوموړې رواني ستونزه لري خو وروسته یې دغه څرګندونې واخېستې او زیاته کړه چې په هغه وخت کې وېريدلي و چې د فرخندې په څېر ونه وژل شي؛ اوس وايي چې لوریې د عایشه صدیقه درالعلوم څخه فارغه شوې وه او هوډ یې درلود چې خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې تر سره کړي.
د وژل شوې پلار انجنیر نادري وايي لور یې له هغو کسانو څخه چې دا یې وژلې په اسلام او قران زیاته پوهېده.
نوموړی زیاتوي، لور یې د دعا لپاره شاه دوشمشیره جومات ته تللې وه او کله یې چې د جومات ملا ته ویلي و چې کار یې د اسلام له نظره جواز نه لري، ملا په نوموړي د قران کریم د سوځلو تور پورې کړ.
پلاریې په ژړغوني غږ وویل "خلکو بې له کومې څېړنې په هغې برید کړی".
د فرخندې له سوځولو څخه وروسته له یو او بل لوري غږونه پورته شول چې ځینو دا کار وغنده او ځینو یې بیا ملاتړ کړی و.
د وزیر اکبرخان جومات امام داکتر ایاز نیازی یو له هغو کسانو څخه و چې د نوموړي سوځونه یې توجیه کړې وه؛ تېره ورځ یې غوښتل چې د فرخندې د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي؛ خو د دې مراسمو د ګډون والو له لوري واېستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیاله سیمین غزل حسن زاده هم یو له هغو کسانو څخه وه چې د نوموړې سوځول یې توجیې کړي و دا هم د مدني فعالانو او دفرخندې د خواخوږو له لوري په کلکو ټکو وغندل شوه.
د غو ګډون والو ولسمشر او اجرایه ريیس ته ګواښ وکړه که چېرې میرمن حسن زاده له اوسنۍ دندې لرې نه کړي نو دوی به یې په خپله له وزارت څخه وباسي.
د فرخندې د جنازې په مراسمو کې لوړپوړو حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او د کابل زیات شمیر ښاریانو ګډون کړی و.
دجنازې د مراسمو پر مهال د ولسي جرګې غړې فرخنده زهرا نادري وویل چې د دې جنایت عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
میرمن نادري زیاته کړه، چې ترهغې د دې جنایت عاملین د خپل اعمالو په سزا و نه رسیږي تر هغې به مبارزه وکړي.
د بشري حقونو سازمان هم د دې مېرمنې سوځول په کلکه محکوم کړي او زیاته وي چې د امنیتي ځواکونو له بې پروايۍ څخه اندېښنه لري چې د پېښې په ځای کې و او هېڅ یې ونه کړای شول.
د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وايي چې فرخندې قران کریم نه دی سوځولی او تر اوسه هېڅ داسې اسناد نشته چې د قران کریم سوځول ترې جوت شي
علومی وویل، د دې پېښې دعاملینو په لټون کې دي چې ډېر ژر به ټول ونیول شي.
تر اوسه پورې ۱۱ تنه په دې تړاو نیول شوي دي.
ولسمشر هم په دې اړه د مولوی محی الدین په مشرۍ جوړ شوي کمېسيون ته د موضوځ د هر اړخیزو څېړلو سپارښتنه کړې.
د فرخندې وژنه ورستۍ هغه پېښه ده چې دمني فعالانو، د ځوانانو د ټولنو او هیوادوالو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.
په ټولنیزو رسنيو کې د فرخندې په ملاتړ ډلې جوړې شوي دي او عدالت غوښتنه کوي او له پېښې وروسته تر پرون ماښام یې دهغې د وژلو پر ځای د شمعو چراغان جوړ وي او یاد یې تازه کوي.





