د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، افغان سوداګر او صادروونکي د سوداګریزو توکیو د مبدا تصدیق پاڼې، A پاڼې او قرنطین پاڼې چې د سوداګرۍ خونې او کرنې وزارت لهخوا ورته صادریږي پربنسټ یې پاکستان ته تازه مېوې او ترکاري صادروي چې په دې وروستیو کې پاکستاني حکومت ویلي دغه تصدیق پاڼې ورته د منلو نهدي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي سلاموطندار ته وویل، پاکستاني حکومت د افغانستان سوداګرۍ خونې ته رالېږل شوي لیک کې کاږلي له دې وروسته سوداګریز توکي په ځانګړي ډول تازه مېوې، ترکاري او حبوبات چې له افغانستان ځنې دغه هېواد ته صادریږي هرومرو دې د چاپېریال ساتنې تصدیق پاڼه او د phytosanitary certificate یا روغتیايي تصدیق پاڼه ولري.
خان جان الکوزی د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که د کرنې او پانګونې، سوداکرۍ او صنعت وزارتونو چارواکي د راتلونکي کال پسرلي او د مېوې فصل تر رارسېدو پور له پاکستاني لوري سره دغه ستونزه حل نه کړي د هېواد اقتصاد زیانمنوي.
خو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي پاکستان په پلمو جوړولو تورنوي. وايي، دغه ستونزه یې په کابل کې د پاکستان له اتشې سره شریکه کړې او په حل یې ورسره ټینګار کړی دی.
دغهراز د پانګونې، سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، د دې ستونزې د حل په برخه کې د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو او د سوداګرۍ خونې ناسته کړې ده.
قوقندي وویل، کومې تصدیق پاڼې چې افغان دولت یې سوداګرو او صادروونکیو ته ورکوي نړیوال باور لري او دغه تصدیق پاڼې د پاکستان غوښتنو واضع ځواب لري؛ خو دغه هېواد د دوه ګوني سیاست له امله دا کار کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان په ټینګار وايي، اوسمهال په بندرونو کې کومې تصدیق پاڼې چې د دغه وزارت لهخوا صادروونکیو ته ورکول کېږي د ټولو هېوادونو لکه د عربي، اروپايي او د منځۍ اسیا د باور او تایید وړ دي.